افغانستان ته د ۳۲ میلیون ډالرو بشري مرستې کڅوړه را ورسېده
۱۴۰۰د سلواغې ۱۹ مه- افغانستان ته د ۳۲ میلیون ډالرو نغدي بشري مرستې کڅوړه را ورسېده. د افغانستان بانک هېواد ته د نړیوالې ټولنې د بشري مرستو د هر کلي تر څنګ په دې برخه کې د لا زیاتو همکاریو غوښتنه کوي.
هر هغه اصولي اقدام چې هېواد ته د اسعارو د راتګ او د ټولنې له اړمنو کسانو سره د مرستې لامل کېږي، د افغانستان بانک یې ستاینه کوي او په دې برخه کې به خپلې هلې ځلې جاري وساتي.