جمهوررئیس غني د صرافانو ستونزې او غوښتنې واورېدې

Mpoya
دوشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۸ - ۸:۵۶
جمهوررئیس غني د صرافانو ستونزې او غوښتنې واورېدې

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن ماښام د افغانستان د صرافانو سرتاسري شورا رئیس او غړو سره کتنه کې د دوی ستونزې او غوښتنې واورېدې.

په دغه کتنه کې چې په چهارچنار ماڼۍ کې وشوه، په پیل کې د افغانستان بانک سرپرست اجمل احمدي وویل، د بانکدارۍ پر اصلاحاتو کار دوام لري او غواړو د صرافانو انفرادي جوازونه پر شرکتي جوازونو بدل کړو.

هغه زیاته کړه په افغانستان بانک کې اصلاحات جریان لري، همغږي زیاته شوې ده، پر ننګونو او د نویو جوازونو پر وېش بحث پیل شوی او د صرافانو د امنیت تامین ته پاملرنه شوې ده.

احمدي وویل، تېره اوونۍ مو صرافانو ته تشویقي برنامه چمتوکړه، ترڅو دوی شرکتي جواز واخلي، زموږ موخه دا ده چې د افغانیو نرخ ثابت وساتو.

وروسته د صرافانو سرتاسري شورا رئیس مېرافغان صافي په بېلابېلو برخو کې د صرافانو ستونزې، وړاندېزونه او غوښتنې د هیواد له جمهوررئیس سره شریکې کړې.

هغه صرافانو ته د پاملرنې او د صرافانو خوندیتوب کمېټې د ایجاد په خاطر د جمهوررئیس مننه وکړه وې ویل، د افغانستان بانک سره زموږ اړیکې نږدې شوي او په هر ډول شرایطو کې وطن ته د خدمت په خاطر مصروف یوو.

صافي د صرافانو د جواز د تمدید غوښتنې پر مهال وویل، زموږ غوښتنه دا ده چې مالیه ثابته شي، په لویه څارنوالۍ کې دې د صرافانو دوسیو ته رسېدګي وشي او د داخلي انتقالاتو ستونزه دې حل شي.

وروسته مالیې وزیر عبدالهادي ارغندیوال وویل، موږ هڅه کوو، خصوصي سکتور لازیات پیاوړی شي، د بېلابېلو اصنافو مالیات راټول کړو او صرافانو ته د شرکتي جواز په وېش سره به د دوی ستونزې حل شي.

جمهوررئیس غني د دوی د خبرو له اورېدو وروسته وویل، د صرافانو دوسیو ته د رسېدګۍ په برخه کې به اقدام وشي او واضح اړتیا ده چې شرکتونه ایجاد شي.

جمهوررئیس د افغانستان بانک رئیس ته لارښوونه وکړه چې صرافانو سره د ثابتې مالیې د لېږد یوې دورې په خاطر پایلې ته ورسېږي او د واقعیتونو په پام کې نیولو سره دې د شرکتونو اړتیاوې تعین شي چې دا هم د لېږد یو پړاوو ته اړتیا لري.

جمهوررئیس غني څرګنده کړه: زموږ موخه داده چې د صرافانو فعالیتونه لازیات منظم او منسجم شي، د مالیاتو ستونزه به مو مالیې وزارت حل کړي.

جمهوررئیس د خپلو خبرو په پای کې وویل، افغانستان د دیجیټلي کېدو پر لور ځي او په راتلونکي کې به ستاسې برېښنایي انتقالات معیاري شي.

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱ - ۱۷:۳۸
Background image

د افغانستان بانک د تېر کال مهمې لاسته راوړنې د رسنیز کنفرانس له لارې له ملت شره شریکې کړې

د ۱۴۴۷ کال د محرم الحرام ۲۷ مه -  د افغانستان بانک ملت ته د حساب ورکولو په موخه د حکومت د رسنیو په مرکز کې د امارتي ادارو د یو کلنو لاسته راوړنو د تشرېح پروګرام په ترڅ کې د افغانستان له. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۳۰ - ۱۸:۱۹
Background image

د افغانستان بانک له مرکز، ختیځ او جنوب ختیځ زونونو څخه راټول شوي مندرس بانکنوټونه وسوځول

د ۱۴۴۷ کال د محرم الحرام ۲۵- د افغانستان بانک په راکړو ورکړو کې د آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه د کړنلارې سره سم له مرکزي زون، جنوب ختیځ (ګردیز) او ختیځ (ننګرهار) زونونو څخه راټول شوي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۳ - ۱۰:۳۲
Background image

ګرانو هېوادوالو!

که چېرې خصوصي بانکونو ته د مراجعې پر مهال له کومې ستونزې سره مخ کیږئ، یا د بانک کارکوونکي له تاسې سره نامناسب چلند کوي او یا هم ستاسې حقونه د اصولو پربنسټ نه درکول کیږي، نو کولای شئ چې. . .

بېرته خبرونه ته