دسهیلي آسیا (سارک) هیوادونو د سیمه ایزو همکاریو د شبکې غونډه

Mpoya
دوشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۱۱ - ۱۸:۳۴
دسهیلي آسیا (سارک) هیوادونو د سیمه ایزو همکاریو د شبکې غونډه

۱۳۹۹ د کب ۱۱ – د سهیلي آسیا (سارک) هیوادونو د سیمه ایزو همکاریو د شبکې یو څلوېښتمه غونډه په آنلاین ډول د افغانستان بانک د مشرتابه په ګډون تر سره شوه.

پدې غونډه کې لومړی ښاغلي شاکتیکانتا داس د هندوستان د مرکزي بانک رئيس چې په عین وخت کې یې د سارک فایننس د غونډې مشري هم تر سره کوله، د سارک د غړو هېوادونو د اوسني وضعیت، د سیمې د لوی اقتصاد، د دې سازمان د لار په نقشه کې د پرمختګونو او یو لړ اړوندو موضوعاتو په اړه خبرې وکړې.

ورپسې د افغانستان بانک د لوی ریاست سرپرست ښاغلي اجمل احمدي د افغانستان د اقتصادي وضعیت، د هېواد د ناخالصو داخلي تولیداتو، د افغانستان د ارزي زیرمو، پوراینو او یو لړ نورو اړوندو موضوعاتو په اړه خبرې وکړې، د نړۍ په ټولو هېوادونو د کرونا ویروس د ناوړه اغیزو د یادونې تر څنګ یې دا زیاته کړه چې دې پدیدې د افغانستان پر اقتصاد او پرته له شکه د سارک د غړو هېوادونو به اقصاد هم خپلې اغیزې پریښي دي.

د یادولو وړ ده چې دا شبکه په ۱۹۹۸ زیږدیز کال کې د سارک سازمان د غړیتوب لرونکو هېوادونو هر یو هندوستان، پاکستان، بنګلادیش، سریلانکا، نیپال، مالدیف او بوتان لخوا جوړه شوې ده. د دې شبکې په څوارلسمه غونډه یا ۲۰۰۷ زیږدیز کال کې افغانستان هم د سارک سازمان د اتم غړي هیواد په توګه ومنل شو.

د دې شبکې د جوړولو موخه دا ده چې د سیمې د لوی اقتصاد، د سارک شبکې د مناظرو، ګډو تحقیقاتي څیړنو، د مالي پرمختګ د همکاریو، د بانکي چارو د تنظیم او څارنې د ګډو همکاریو او ظرفیت جوړونې او همدارنګه د نویو کړنلارو او وړاندیزونو په اړه بحثونه تر سره شي.

وروستي خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۶ - ۱۱:۳۸
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا

د افغانستان بانک د خپلې ژمنې له مخې، چې  له ګرانو هېوادوالو سره یې کړې وه، په سوداګریزو بانکونو کې پر امانتونو لګول شوي محدویتونه کم کړي دي. اوس کولای شئ له خپلو حسابونو څخه د پخوا په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۱۶:۵۲
Background image

د افغانستان مالي او بانکي انستیتوت بیا ځلي پرانیستل شو

د ١٤٤٦  ذوالحجة الحرام ۶ مه – د افغانستان مالي او بانکي انستیتوت د افغانستان بانک د لومړي مرستیال، ښاغلي صدیق الله خالد له لوري بیا ځلي پرانیستل شو.

ښاغلي صدیق الله خالد د یاد انستیتوت. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۱ - ۱۴:۳
Background image

د افغانستان بانک سرپرست رئیس د چین له سفیر سره پر مالي او بانکي همکاریو خبرې وکړې

۱۴۴۶ ذوالحجة الحرام ۴ مه - د افغانستان بانک سرپرست رئیس ښاغلي نور احمد آغا، د چین هېواد له سفیر ښاغلي جاو شینګ سره په لیدنه کې، د دواړو هېوادونو ترمنځ د مالي او بانکي همکاریو پر پراخېدو. . .

بېرته خبرونه ته