د افغانستان بانک خبرتیا!

د افغانستان بانک په هېواد کې د اوسنیو شرایطو په پام کې نیولو سره د نړیوالو پولي لېږدونو (انتقال) د تر سره کولو لپاره طرحه رامنځته کړې ده چې پر مټ یې سوداګر کولای شي د بانکونو له لارې د پیسو لېږد یا TT تر سره کړي.
په دې طرحه کې د افغانستان بانک د سوداګرۍ د غښتلتیا او سوداګرو د آسانتیاوو په موخه سوداګریزو بانکونو ته اجازه ورکړې ده چې د لاندې توکو او خدمتونو لپاره لېږدونې ( انتقالات) تر سره کړي:
۱ – خوراکي توکي؛
۲ – طبي او کرنیز درمل؛
۳ – سوند توکي؛
۴ – بهداشتي مواد؛
۵ – د لومړنیو موادو په تولید کې د کارولو وړ صنعتي اومه مواد او پرزې؛
۶ – د برېښنا د لګښت پیسې؛
۷ – اړین مخابراتي او ترانسپورټي توکي او خدمتونه؛
۸ – د سیستمونو حفظ او مراقبت؛
د افغانستان بانک ژمن دی چې د ګرانو هېوادوالو لپاره د بانکوالۍ او سوداګریز نظام په برخه کې اړینې آسانتیاوې رامنځته کړي او هڅه کوي چې تر بل هر وخت زیات د مالي او بانکي سکتور ملاتړ وکړي او ټولې معاملې خپل عادي حال ته را وګرځوي.