د افغانستان بانک د سرپرست رئیس ښاغلي الحاج عبدالقاهر پیغام

بسمه تعالی
د افغانستان بانک د سرپرست رئیس ښاغلي الحاج عبدالقاهر پیغام
الحمدلله و الصلاة والسلام علی رسول الله
اما بعد!
درنو هېوادوالو
د افغانستان بانک ټولو درنو هېوادوالو ته ډاډ ورکوي چې د افغانستان سوداګریز بانکونه د دوی تر جدي څارنې لاندې دي او خپل ورځني عملیات تر پخوا ښه تر سره کوي او له بشپړ خوندیتوب څخه برخمن دي. د نړۍ او سیمې ټول بانکونه د معمول له مخې خپلې پانګې تر لس سلنې پورې په نقد ډول ساتي او پاتې نورې په ګڼو سوداګریزو کاروبارونو کې په کار اچوي، ترڅو خپلو هېوادوالو ته مالي خدمتونه په سم ډول ورسوي.
د افغانستان سوداګریز بانکونه بیا په اوسط ډول تر پنځوس سلنې پورې خپلې افغانۍ او نور اسعار له ځان سره لري. له دې څخه دا جوتېږي چې زمونږ بانکي سکتور غښتلی دی او پاتې نور یې په ګڼو سوداګریزو چارو کې د هېواد د ننه او بهر پانګونې تر سره کړې دي، څو د هېواد په اقتصاد کې رغنده رول ولوبوي.
د افغانستان اقتصادي حالت ته په کتلو سره ټول بانکونه د صرافانو، شرکتونو او ملي سوداګرو په ګډون به ډېر ژر خپل کارونه عادي حالت ته را وګرځوي او خپلې چارې به په ښه او ډاډمنه توګه پر مخ یوسي. همدارنګه د افغانستان بانک ټولو هېوادوالو ته ډاډ ورکوي چې بانکي سکتور به له کلک عزم، له فساد پرته او له نویو بانکي برنامو سره خپلو هېوادوالو ته بانکي خدمات وړاندې کړي.
په پای کې د هېوادوالو له صبر او حوصله مندۍ څخه مننه کوو
د افغانستان بانک سرپرست رئیس
الحاج عبدالقاهر محمد (ادریس)