د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه ترسره شوه

د افغانستان بانک عالي شورا چې د تصمیم نیونې لویه مرجع ده، د روان کال د وږی د میاشتې په ۳۰ مه او ۳۱ مه نېټه، د ۱۳۹۸ مالي کال په اوږدو کې خپله دریمه نوبتي غونډه جوړه کړه. یاده غونډه د افغانستان بانک سرپرست او لومړي مرستیال ښاغلي واحدالله نوشېر په مشرۍ د عالي شورا د نورو غړو په شتون کې ترسره شوه.
د دی غوندې په پیل کې د افغانستان اقتصادي وضعیت پر څرنګوالي د پولی سیاست پر تطبیق، د بانکی نظام کړنې او د هېواد د مالي نظام اړوند موضوعات تر بحث لاندې ونیول شو.
په یاده غونډه کې د افغانستان بانک سرپرست او لومړي مرستیال ښاغلي واحدالله نوشېر له اجنډا سره سم د کړنو او لاسته راوړنو راپورونه تر بحث او ارزونې لاندې ونیول او په دې برخه کې لازمې پریکرې وشوې.