د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه جوړه شوه

۱۳۹۹ د کب ۲۴ مه ـ د افغانستان بانک عالي شورا چې د دې بانک د تصمیم نیولو تر ټولو غوره مرجع ده، نن یې د ۱۴۰۰ مالي کال لومړنۍ نوبتي غونډه جوړه کړه.
دا غونډه د افغانستان بانک د لوی ریاست د سرپرست ښاغلي اجمل احمدي په مشرۍ او د افغانستان بانک د عالي شورا د نورو غړو په ګډون له لرې واټن څخه په آنلاین ډول جوړه شوه. په دې غونډه کې د افغانستان بانک د اجرااتو او د کال د لومړیو دریو میاشتو لپاره د مخکې ټاکل شویو پروګرامونو د پلي کېدو پر څرنګواليباندې د بحث تر څنګ د افغانستان د اقتصادي وضعیت، د پولي سیاست د پلي کېدو په څرنګوالي، د بانکي نظام په کړنلارو او د هغه په څارنې، د هېواد مالي نظام، د اداینو د برېښنايي کولو د بهیر په چټکتیا، د بانکدارۍ د نظام په پراختیا او د افغانستان بانک اړوند په یو شمېر اداري موضوګانو باندې بحث او نظرونه تبادله شول او د افغانستان بانک د قانون د حکمونو په رڼا کې لازمې پرېکړې وشوې.
د یادونې وړ دهچې د افغانستان بانک عالي شورا په ربعواره توګه په کال کې څلورغونډې جوړوي چې په کې د دې بانک پر سیاستونو،د بانک د کړنو پر طرحې، اجراآتو او لاسته راوړونو بحث او د نظرونو تبادله تر سره کېږي او د افغانستان بانک د کړنو او د هېواد د مالي او بانکي نظام د ښه والي لپاره په کې اړینې پرېکړې کېږي.