د افغانستان بانک د عامه اعتبارونو د ثبت د لوی آمریت او د افغانستان د مخابراتي خدمتونو د تنظیم د ادارې ترمنځ د همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو

ناپیژنده (not verified)
یکشنبه ۱۳۹۸/۱/۱۸ - ۱۵:۲۴
د افغانستان بانک د عامه اعتبارونو د ثبت د لوی آمریت او د افغانستان د مخابراتي خدمتونو د تنظیم د ادارې ترمنځ د همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو

کابل، ۱۳۹۸ د وري ۱۳ـ د افغانستان بانک تل هڅه کوي چې د عامه اعتبارونو د ثبت د سیستم د پراختیا او پیاوړتیا له لارې په هېواد کې مالي پیسو ته د لاسرسۍ په برخه کې لا اسانتیاوې رامنځ ته کړي. له همدې امله یې د هېواد له یو شمېر دولتي ادارو سره یو لړ هوکړه لیکونه لاسلیک کړي چې دا ځل یې هوکړه لیک له اترا ادارې سره لاسلیک کړ.

د افغانستان بانک لوی رئیس ښاغلي خلیل صدیق د دې هوکړه لیک د لاسلیکولو پر مهال وویل چې د دې سیستم کارونه له بانکي نظام سره مرسته کوي څو په اداینیز سیستم کې د ډسپلین د رامنځته کولو ترڅنګ مالي پیسو، مالي خدمتونو او مالي اسانتیاوو ته د هېوادوالو لاسرسی زیات کړي.

ورپسې د افغانستان د مخابراتي تنظیم د ادارې مشر ښاغلي ډاکټر نجیب عزیزي وویل؛ اترا ویاړ لري چې داسې هوکړه لیک لاسلیک کوي چې له لارې کولای شي د هېواد په اقتصادي او مالي وده کې په یو ډول نه یو ډول خپله ونډه ترسره کړي او هڅه کوي څو د هېواد د اقتصادي پرمختګ لپاره اغیزمن واقع شي.

د عامه اعتبارونو د ثبت سیستم چې په عصري ټکنالوژۍ سمبال دی، کولای شي د هېواد په اقتصاد باندې په تصمیم نیونه کې د عمل د چټکتیا، په کاري چارو کې د روڼتیا، د عملیاتي لګښتونو د کموالي، د مالي خطرونو د کموالي او د مالي معاملو په چارو کې د اعتباري سوابقو پر بنسټ د اشخاصو د پیژندلو له لارې په مستقیم او غیر مستقیم ډول اغیز پریږدي.

له سوداګریزو بانکونو، کوچنیو مالي مؤسسو، د افغانستان د برېښنا شرکت، مخابراتي شرکتونو او نورو اړوندو ادارو څخه د اعتباري معلوماتو راټولول له یوې خوا کولای شي مالي پیسو ته لاسرسي زیاته، په اجرااتو کې روڼتیا او د عمل چټکتیا او د دولت د عوایدو له زیاتیدو څخه ملاتړ رامنځ ته کړي؛ له بلې خوا دا پروسه له افغانستان سره مرسته کوي څو د نړیوال بانک د کلني راپور

 (Doing Business) په درجه بندۍ کې د Getting Credit یا د مالي اعتبار د اخیستلو په برخه کې په یو ښه ځای کې راشي.

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱ - ۱۷:۳۸
Background image

د افغانستان بانک د تېر کال مهمې لاسته راوړنې د رسنیز کنفرانس له لارې له ملت شره شریکې کړې

د ۱۴۴۷ کال د محرم الحرام ۲۷ مه -  د افغانستان بانک ملت ته د حساب ورکولو په موخه د حکومت د رسنیو په مرکز کې د امارتي ادارو د یو کلنو لاسته راوړنو د تشرېح پروګرام په ترڅ کې د افغانستان له. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۳۰ - ۱۸:۱۹
Background image

د افغانستان بانک له مرکز، ختیځ او جنوب ختیځ زونونو څخه راټول شوي مندرس بانکنوټونه وسوځول

د ۱۴۴۷ کال د محرم الحرام ۲۵- د افغانستان بانک په راکړو ورکړو کې د آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه د کړنلارې سره سم له مرکزي زون، جنوب ختیځ (ګردیز) او ختیځ (ننګرهار) زونونو څخه راټول شوي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۳ - ۱۰:۳۲
Background image

ګرانو هېوادوالو!

که چېرې خصوصي بانکونو ته د مراجعې پر مهال له کومې ستونزې سره مخ کیږئ، یا د بانک کارکوونکي له تاسې سره نامناسب چلند کوي او یا هم ستاسې حقونه د اصولو پربنسټ نه درکول کیږي، نو کولای شئ چې. . .

بېرته خبرونه ته