د افغانستان بانک د پانګونې کمېټې غونده وکړه
۱۳۹۸، د غویي ۲ مه- د افغانستان بانک د لومړي مرستیال ښاغلي واحدالله نوشیر په مشرۍ د افغانستان بانک د پانګونې د کمېټې غونډه جوړه شوه. په دې غونډه کې په تیره یوه میاشت کې د پانګونې په کړنو باندې خبرې اترې او نظرونه تبادله شول.
په دې غونډه کې د افغانستان بانک لومړي مرستیال ښاغلي واحدالله نوشیر وویل چې د افغانستان بانک د تیرو کلونو په اوږدو کې د نړۍ د معتبره بانکونو په موده ایزه امانتونو او د لویو اقتصادي هېوادونو په دولتي بیه لرونکو پاڼو کې پانګه اچونې کړي چې له نېکه مرغه تر اوسه پورې یې له خپلو پانګونې څخه ګټه هم ترلاسه کړې ده.