د افغانستان بانک د پولي سیاستونو په اړه غونډه جوړه شوه

Mpoya
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۱۱/۲۹ - ۱۵:۱۹
د افغانستان بانک د پولي سیاستونو په اړه غونډه جوړه شوه

کابل، ۱۳۹۸ د سلواغې ۲۸ – د افغانستان بانک د خپلو پولي سیاستونو د څرنګوالي په اړه د اقتصاد، مالیې او سوداګرۍ او صنایعو وزارتونو له استازو سره بحث او خبرې اترې وکړې.

د دې پروګرام موخه د پولي سیاستونو، په ځانګړې توګه د اسعارو د مبادلې د نرخ او نورو اړوندو موضوعاتو په اړه بحث او د نظرونو تبادله وه.

د غونډې په پیل کې د افغانستان بانک سرپرست او لومړي مرستیال ښاغلي واحد الله نوشیر د افغانستان بانک د پولي سیاستونو په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې د اړوندو ادارو ترمنځ همغږي او د اسعارو د مبادلوي نرخ د ټیکاو او پانګونې په برخه کې پالیسیانې مثبتې اغیزې لري.

ښاغلي نوشیر د اړوندو ادارو له مسؤلینو څخه وغوښتل څو د زیاتې همغږۍ په درلودلو سره په دې برخه کې د افغانستان بانک سره کار وکړي او د دې برخې پالیسیانې له یادو ادارو سره شریکې کړي.

ورپسې د افغانستان بانک د پولي سیاست آمر ښاغلي نایب خان جمال د بانک د پولي سیاستونو او د اسعارو د مبادلې نرخ په اړه د جوړ شوي پریزنټیشن له وړاندې کولو وروسته خبرې وکړې او په دې برخه کې یې د غونډې له ګډونوالو سره هر اړخیز معلومات شریک کړل.

د غونډې په پای کې د افغانستان اسلامي جمهوریت د مالیې، اقتصاد او سوداګرۍ او صنایعو وزارتونو استازو د یادې موضوع په اړه د افغانستان بانک له مسؤلینو سره خپل نظرونه شریک کړل او په دې اړه یې بحث او خبرې اترې وکړې چې د افغانستان بانک د رهبري پلاوي د هرکلي وړ وګرځیدل او د دوی د نیکو نظرونو ستاینه یې وکړه.

د یادونې وړ ده چې په دې غونډه کې د مالیې وزارت د مالي پالیسۍ رئیس، ښاغلي عبدالرحمن رحیمي، د مالیې وزارت د مالي پالیسۍ او لوی اقتصاد د عمومي ریاست سرپرست ښاغلي شمس الحق نور، د اقتصاد وزارت د مالي، سوداګرۍ او پراختیا سکتور رئیسې اغلې مهناز انوري، د سوداګرۍ او صنایعو وزارت د خفیفه صنایعو رئیس ښاغلي رشاد باختري او د افغانستان بانک د بیلابیلو شعبو ګڼ شمیر آمرینو او مرستیالانو هم ګډون کړی ؤ.

وروستي خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۵۳
Background image

د افغانستان بانک سرپرست رئیس په کابل کې د ایران له سفیر سره ولیدل

۱۴۴۵ کال د شوال المکرم ۱۵ مه - د افغانستان بانک سرپرست رئیس ښاغلي هدایت الله بدري په کابل کې د ایران هېواد له سفیر ښاغلي حسن کاظمي قمي سره ولیدل او د دواړو هېوادونو د سوداګریزو او بانکي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۳۰ - ۱۰:۱۲
Background image

د افغانستان بانک 16 میلیونه امریکايي ډالره لیلاموي

1445 شوال المکرم 9 مه - د افغانستان بانک غواړي چې د 1445 کال د شوال المکرم د میاشتې په 11 نېټه (1403/02/01) د شنبې په ورځ د داوطلبۍ له لارې تر (16) میلیونه امریکايي ډالرو پورې د لیلام. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۱/۲۰ - ۹:۴۰
Background image

د آنلاین صرافیو د ممنوعیت په اړه خبرتیا!

په افغانستان کې د آنلاین صرافیو د فعالیت د ممانعت په اړه د افغانستان بانک د مخکینو خبرتیاوو په تعقیب، یو ځل بیا ګرانو هېوادوالو ته خبر ورکول کيږي چې د افغانستان بانک تر اوسه کوم شخص یا. . .

بېرته خبرونه ته