د افغانستان برېښنا شرکت له مسئولینو سره غونډه

Mpoya
دوشنبه ۱۴۰۰/۷/۱۹ - ۹:۲۰
د افغانستان برېښنا شرکت له مسئولینو سره غونډه

۱۴۰۰ د تلې ۱۸ مه - د افغانستان بانک د دویم مرستیال ښاغلي مولوي عبدالقدیر احمد په مشرۍ د افغانستان برېښنا شرکت له مسئولینو سره د عوایدو د را ټولولو په برخه کې د بانکي آسانتیاوو د رامنځته کولو په اړه غونډه جوړه شوه.

په دې غونډه کې د افغانستان بانک دویم مرستیال ښاغلي عبدالقدیر احمد یادونه وکړه چې د افغانستان بانک د قوانینو په رڼا کې د هر ډول همکارۍ لپاره چمتو دی، ترڅو د سوداګریزو بانکونو له لارې د افغانستان برېښنا شرکت د پېردونکو لپاره غوره بانکي خدمتونه برابر کړي.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان بانک په ټولو برخو کې د غوره بانکي چوپړتیاوو رامنځته کولو ته ژمن دی، څو خلک د هېواد په ګوټ ګوټ کې د بانکي نظام له خدمتونو برخمن شي.

وروستي خبرونه

شنبه ۱۴۰۰/۹/۶ - ۱۵:۴
Background image

د سوداګریزو بانکونو له استازو سره غونډه

۱۴۰۰ د لیندۍ ۶ مه – د افغانستان بانک د لومړي مرستیال ښاغلي نوراحمد آغا په مشرۍ د افغانستان د بانکونو ټولنې او سوداګریزو بانکونو له استازو سره غونډه جوړه شوه.

په دې غونډه کې د سوداګریزو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۹/۲ - ۱۶:۱۳
Background image

د افغانستان بانک د لومړي مرستیال په مشرۍ غونډه جوړه شوه

۱۴۰۰ د لیندۍ ۲ مه – د افغانستان بانک د لومړي مرستیال ښاغلي نوراحمد آغا په مشرۍ د افغانستان بانک د اړوندو قوانینو، فرمانونو، کړنلارو او لایحو په اړه د دې بانک په عالي شورا کې غونډه جوړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۰/۸/۲۴ - ۱۱:۵۳
Background image

د افغانستان بانک 10 میلیونه امریکايي ډالره لیلاموي

1400کال د لړم 24 مه- د افغانستان بانک غواړي چې د 1400 کال د لړم میاشتې په 25 نېټه د سه شنبې په ورځ د داوطلبۍ په اوږدوکې شاوخوا 10 میلیونه امریکايي ډالره د یوې ازادې او رڼې پروسې له لارې. . .

بېرته خبرونه ته