د افغانستان د اسلامي جمهوریت، جمهور رئیس د مډال په ورکولو سره د ښاغلي خلیل صدیق کړنې وستایلې
کابل، ۱۳۹۸ د چنګاښ ۱۵ـ د افغانستان د اسلامي جمهوریت، جمهور رئیس جلالتماب محمد اشرف غني دافغانستان بانک رئیس ښاغلي خلیل صدیق کړنې د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې چې د شنبې په ورځ د ارګ د دلکشاه په ماڼۍ کې په لاره اچول شوې وې، د غازي وزیر محمد اکبر خان د مډال په ورکولو سره وستایلې.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت، جمهور رئیس ښاغلي محمد اشرف غني د دې مراسمو په اوږدو کې وویل چې ښاغلی صدیق د هېواد یو له هغو ریښتینو بچیانو څخه دی او د څلورو کلونو په اوږدو کې د دوي د ژمنې او زیارکښۍ له امله د هېواد بانکي نظام وده او پراختیا موندلې ده.
د هېواد ولسمشر د پیسو د نړیوال صندوق د اجرائیوي پلاوي د مدیر د لیک په استناد سره چې په هغه کې د بانک نظام د عصري کولو، ودې او پراختیا او د قانون د تطبیق په برخه کې د افغانستان بانک د رئیس د زیارکښۍ او پاکې ارادې یادونه شوې وه، وویل چې د خلیل صدیق له مدبرانه مدیریت سره د افغانستان بانک لاسته راوړنې د هېواد د دننه او بهر شریکانو له هرکلي سره مخ شوي او دا د دې ښکارندوي کوي چې د افغانستان بانک په خپلو دندو کې بشپړه خپلواکي درلوده.
همدا ډول ښاغلي ولسمشر زیاته کړه چې حکومت هم د افغانستان بانک د خپلواکۍ اصل رعایت کړی او تر اوسه پورې یې د افغانستان بانک په چارو کې لاسوهنه نه ده کړې.
ورپسې د افغانستان بانک لوی رئیس ښاغلي خلیل صدیق د جلالتماب جمهور رئیس له ښه نیت او اعتماد څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه چې ستاسو د ملاتړ او اعتماد له امله مونږ وکولای شول چې له قانون سره سم بانکي دندې عیارې او قانون پر ټولو برخو باندې تطبیق کړو.
باید یادونه وشي چې د مډال د ورکولو په اړه د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس فرمان د ولسمشر د کلتوري سلاکار ښاغلي اسدالله غضنفر لخوا ولوستل شو.