د افغانستان د مالي او بانکي انستیتیوت د تر سره شویو او راتلونکو چارو په اړه غونډه

Mpoya
چهارشنبه ۱۳۹۸/۹/۱۳ - ۱۰:۴۵
د افغانستان د مالي او بانکي انستیتیوت د تر سره شویو او راتلونکو چارو په اړه غونډه

کابل، د ۱۳۹۸ کال د لیندۍ ۱۲ مه – د افغانستان بانک د سرپرست او لومړي مرستیال ښاغلي واحدالله نوشېر په مشرۍ د افغانستان د مالي او بانکدارۍ انستیتیوت د مدیره پلاوي غونډه جوړه شوه.

په دې غونډه کې د افغانستان د مالي او بانکدارۍ انستیتیوت اجرائیوي مشر ښاغلي لطف الحق نور پسرلي په ۲۰۱۹ زېږدیز کال کې د یاد انستیتیوت په اډانه کې د تر سره شویو چارو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او د دغه انستیتوت د ۲۰۲۰ زېږدیز  کال په راتلونکو پلانونو یې خبرې وکړې.

ښاغلي واحدالله نوشیردافغانستان دمالي او بانکدارۍانستیتیوت په اډانه کې له ترسره شویوچارودمننې ترڅنګ دوی ته په دې برخه کې دلازیاتوپرمختګونودراتګ هيله وښوده او په دغه غونډه کې په یو شمېر نورو موضوعګانوپه اړه هم د نظرونو تبادله تر سره شوه.

د یادونې وړ ده چې په دې غونډه کې د افغانستان د مالي او بانکي انستیتیوتاجرائیوي مشر ښاغلي لطف الحق نور پسرلي د یاد انستیتیوت د مدیره هیئت غړيو ښاغلي بهرام برزین، ډاکتر سالم امید او په مالي برخه کې د افغانستان بانک د ریاست مقام سلاکار ښاغلي سید عبدالغفور سادات هم ګډون کړی وو.

وروستي خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۵۳
Background image

د افغانستان بانک سرپرست رئیس په کابل کې د ایران له سفیر سره ولیدل

۱۴۴۵ کال د شوال المکرم ۱۵ مه - د افغانستان بانک سرپرست رئیس ښاغلي هدایت الله بدري په کابل کې د ایران هېواد له سفیر ښاغلي حسن کاظمي قمي سره ولیدل او د دواړو هېوادونو د سوداګریزو او بانکي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۳۰ - ۱۰:۱۲
Background image

د افغانستان بانک 16 میلیونه امریکايي ډالره لیلاموي

1445 شوال المکرم 9 مه - د افغانستان بانک غواړي چې د 1445 کال د شوال المکرم د میاشتې په 11 نېټه (1403/02/01) د شنبې په ورځ د داوطلبۍ له لارې تر (16) میلیونه امریکايي ډالرو پورې د لیلام. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۱/۲۰ - ۹:۴۰
Background image

د آنلاین صرافیو د ممنوعیت په اړه خبرتیا!

په افغانستان کې د آنلاین صرافیو د فعالیت د ممانعت په اړه د افغانستان بانک د مخکینو خبرتیاوو په تعقیب، یو ځل بیا ګرانو هېوادوالو ته خبر ورکول کيږي چې د افغانستان بانک تر اوسه کوم شخص یا. . .

بېرته خبرونه ته