د افغانستان د مالي او بانکي انستیتیوت د مدیره پلاوي غونډه جوړه شوه

Mpoya
چهارشنبه ۱۳۹۸/۵/۱۶ - ۱۱:۳۲
د افغانستان د مالي او بانکي انستیتیوت د مدیره پلاوي غونډه جوړه شوه

کابل، د ۱۳۹۸ کال د زمري د میاشتې ۱۵ مه – د افغانستان بانک د سرپرست او لومړي مرستیال ښاغلي واحدالله نوشیر په مشرۍ چې د افغانستان د مالي او بانکدارۍ انستیتیوت د مدیره پلاوي مشر هم دی غونډه جوړه شوه.

په دغه غونډه کې د افغانستان د مالي او بانکدارۍ انستیتیوت اجرائیوي مشر ښاغلي لطف الحق نور پسرلي د ۲۰۱۹ میلادي کال په دویمه ربع کې د یاد انستیتیوت په اډانه کې د تر سره شویو چارو په اړه هر اړخیز معلومات شریک کړل او د دې انستیتیوت په راتلونکو پلانونو خبرې اترې وشوې.

د افغانستان بانک سرپرست او لومړي مرستیال ښاغلي واحدالله نوشیر د افغانستان د مالي او بانکدارۍ انستیتیوت په اډانه کې له تر سره شویو چارو د مننې ترڅنګ په دې برخه کې د لا زیاتو پرمختګونو د راتګ هيله وښوده.

د یادونې وړ ده چې په دې غونډه کې د افغانستان د مالي او بانکي انستیتیوتاجرائیوي مشر ښاغلي لطف الحق نور پسرلي د یاد انستیتیوت د مدیره هیئت غړيو ښاغلي بهرام برزین، ډاکتر سالم امید او په مالي سکتور کې د افغانستان بانک د ریاست سلاکار ښاغلي سید عبدالغفور سادات هم ګډون کړی وو.

پاتې د نه وي چې دا انستیتیوت په ۲۰۱۰ میلادي کال کې جوړ شوی دی چې د مالي او بانکدارۍ برخو کې روزنیز خدمتونه وړاندې کوي.

وروستي خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۷:۱۴
Background image

د افغانستان بانک لومړي مرستیال د یونما له مرستیال او د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام له مشر سره وکتل

 د ۱۴۴۷ کال د رمضان المبارک ۲۰ مه - د افغانستان بانک لومړي مرستیال، ښاغلي صدیق الله خالد، د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي (یونما) له مرستیال اندریکا راتوات او د ملګرو ملتونو د پراختیايي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۹ - ۱۵:۴
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا

که چېرې مالي مؤسسو ته د مراجعې پر مهال له کومې ستونزې سره مخ کیږئ، یا له تـاسې سره نـامناسب چلند کیږي او یـا هم ستاسې حقونـه د اصولو پـربنسټ نـه درکول کیږي، نـو کولای شئ چې خپل شکایـت. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۹ - ۱۷:۲
Background image

د افغانستان بانک له غرب زون څخه راټول شوي مندرس بانکنوټونه وسوځول

د ۱۴۴۷ کال د شعبان المعظم ۲۰ مه - د افغانستان بانک له اړوندو کړنلارو سره سم له غرب زون څخه راټول شوي د ۵۳۷،۷۴۶،۰۰۰ (پنځه سوه اووه دېرش میلیونه اووه سوه او شپږ څلویښت زره) افغانیو په. . .

بېرته خبرونه ته