د امریکې د متحده ایالتونو د مرکزي بانک او د خزانه دارۍ وزارت له چارواکو سره د آنلاین غونډې جوړېدل

۱۳۹۹ د کب ۲۰ مه – د افغانستان بانک سرپرست ښاغلي اجمل احمدي د امریکې د متحدو ایالتونو د مرکزي بانک او خزانهدارۍ وزارت له چارواکو سره په آنلاین غونډه کې خبرې وکړې.
دا غونډه چې له نړیوالو مالي مؤسسو او ادارو سره د اړیکو د ټینګښت او تنظیم لپاره د معلوماتو د شریکولو په برخه کې د معقولو پولي او مالي پالیسیو د طرح کولو او جوړولو په موخه جوړه شوې وه، په اوږدو کې یې پر تخنیکي همکاریو، د معلوماتو او تجربو پر شریکولو بحث او نظرونو تبادله شول.
د امریکې د متحدو ایالتونو د مرکزي بانک چارواکو د افغانستان بانک سره د هر ډول تخنیکي همکاریو، معلوماتو او تجربو د شریکولو ژمنه وکړه او د مرکزي بانکونو تر منځ یې د اغېزناکو اړیکو پر دوام ټینګار وکړ.