د اکو د سوداګرۍ او پراختیا بانک (ETDB) د مدیره پلاوي د یو نوي یمې غونډې جوړیدل

Mpoya
شنبه ۱۴۰۰/۷/۲۴ - ۱۶:۳۱
د اکو د سوداګرۍ او پراختیا بانک (ETDB) د مدیره پلاوي د یو نوي یمې غونډې جوړیدل

د اکو د سوداګرۍ او پراختیا بانک (ETDB) د مدیره پلاوي یو نوي یمه غونډه د ۱۴۰۰ کال د تلې د میاشتې په ۲۲ نېټه ترسره شوه. په دې غونډه کې د اکو د سوداګرۍ او پراختیا بانک د رئیس او د هغه د مدیره پلاوي له غړو سربېره د غړو هېوادونو لکه افغانستان، پاکستان، ترکیه، ایران، آذربایجان او  قرغیزستان استازو ګډون درلوده. په دې غونډه کې لومړی د مدیره پلاوي د غړو لخوا مخکینۍ صورت جلسې تصویب شوې او ورپسې غړو هېوادونو ته د مالي او اعتباري اسانتیاوو او د دې بانک په مقررو او پالیسیو کې د راوړل شویو تعدیلاتو د تصویب په برخو کې له اجنډا سره سم بحث ترسره شو او په دې برخه کې لازمې لارښوونی وکړې.

د یادونې وړ ده چې دا بانک په سیمه کې د سوداګرۍ د پراختیا لپاره د مالي او اعتباري اسانتیاوو د رامنځ ته کولو، دودولو او وړاندې کولو او همدا ډول د اکو سازمان تر چتر لاندې د غړو هېوادونو د اقتصادي پراختیا د چټکتیا په موخه پرانېستل شوی چې د ترکیې په استانبول کې موقعیت لري. افغانستان هم په ۲۰۱۴ زیږدیز کال کې د هغه غړیتوب ترلاسه کړی دی او د هغه په غونډو کې په منظمه توګه ګډون کوي.

د افغانستان بانک تل هڅه کړې ده څو له نړیوالو او سیمه ایزو مالي سازمانونو سره د خپلو اړیکو د تأمینولو او ښه والي په برخه کې کوټلي ګامونه پورته کړي او د بانکي او مالي اسانتیاوو د برابرولو په برخه کې د پام وړ رول لوبولی دی.

وروستي خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۳۰ - ۱۰:۱۲
Background image

د افغانستان بانک 16 میلیونه امریکايي ډالره لیلاموي

1445 شوال المکرم 9 مه - د افغانستان بانک غواړي چې د 1445 کال د شوال المکرم د میاشتې په 11 نېټه (1403/02/01) د شنبې په ورځ د داوطلبۍ له لارې تر (16) میلیونه امریکايي ډالرو پورې د لیلام. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۱/۲۰ - ۹:۴۰
Background image

د آنلاین صرافیو د ممنوعیت په اړه خبرتیا!

په افغانستان کې د آنلاین صرافیو د فعالیت د ممانعت په اړه د افغانستان بانک د مخکینو خبرتیاوو په تعقیب، یو ځل بیا ګرانو هېوادوالو ته خبر ورکول کيږي چې د افغانستان بانک تر اوسه کوم شخص یا. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۵ - ۱۴:۵۳
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا!

د افغانستان بانک درنو هېوادوالو ته د غوره بانکي خدمتونو وړاندې کولو او اړینو آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه د رمضان المبارک میاشتې له ۲۵ نېټې څخه د کوچني اختر تر ورځې پورې د جمعې د ورځې. . .

بېرته خبرونه ته