د بشري مرستو په لړۍ کې ۳۲ میلیونه امریکایي ډالر مرسته نن کابل ته را ورسېده

Mpoya
دوشنبه ۱۴۰۰/۱۰/۲۰ - ۱۵:۲۴
د بشري مرستو په لړۍ کې ۳۲ میلیونه امریکایي ډالر مرسته نن کابل ته را ورسېده

۱۴۰۰ د مرغومي۲۰ مه-  افغانستان ته د بشري مرستو په لړ کې د ۳۲ میلیونه امریکایي ډالرو نغدي مرسته نن کابل ته را ورسېده.

د افغانستان بانک چې د هېواد د بانکي نظام څارونکی او مرکزي بانک دی د کابل له هوایي ډګره تر د افغانستان نړیوال بانک  (AIB) پورې د یادو نغدو پیسو د لېږد چارې تر سره کړې.

د افغانستان بانک د هر هغه بشر دوستانه ګام څخه چې هېواد ته د اسعارو د راتګ او د ټولنې له اړمنو کسانو سره د مرستې لامل کېږي، ستاینه کوي او په دې برخه کې به خپل اغېزناک رول تر سره کړي.

وروستي خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۳۰ - ۱۰:۱۲
Background image

د افغانستان بانک 16 میلیونه امریکايي ډالره لیلاموي

1445 شوال المکرم 9 مه - د افغانستان بانک غواړي چې د 1445 کال د شوال المکرم د میاشتې په 11 نېټه (1403/02/01) د شنبې په ورځ د داوطلبۍ له لارې تر (16) میلیونه امریکايي ډالرو پورې د لیلام. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۱/۲۰ - ۹:۴۰
Background image

د آنلاین صرافیو د ممنوعیت په اړه خبرتیا!

په افغانستان کې د آنلاین صرافیو د فعالیت د ممانعت په اړه د افغانستان بانک د مخکینو خبرتیاوو په تعقیب، یو ځل بیا ګرانو هېوادوالو ته خبر ورکول کيږي چې د افغانستان بانک تر اوسه کوم شخص یا. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۵ - ۱۴:۵۳
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا!

د افغانستان بانک درنو هېوادوالو ته د غوره بانکي خدمتونو وړاندې کولو او اړینو آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه د رمضان المبارک میاشتې له ۲۵ نېټې څخه د کوچني اختر تر ورځې پورې د جمعې د ورځې. . .

بېرته خبرونه ته