د خصوصي سکټور د پراختیا د کاري کمېټې غونډه جوړه شوه

ناپیژنده (not verified)
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۴/۲۵ - ۱۵:۳۵
د خصوصي سکټور د پراختیا د مالي کمېټې (پرایسک) غونډه جوړه شوه

کابل، د ۱۳۹۸ کال د چنګاښ ۲۵ مه – د افغانستان بانک د دویم مرستیال ښاغلي محمد قسیم رحیمي په مشرۍ د خصوصي سکټور د پراختیا د مالي کمېټې د کاري ډلې یا (PriSEC) غونډه جوړه شوه.

په یاده غونډه کې ښاغلي محمد قسیم رحیمي د (۵۰/۵) عمل پلان د خصوصي سکټور د پراختیا په برخه کې ډېر ګټور یاد کړ اود یادې ډلې د غړو په لا زیاتو هڅو او همکاریو یې ټينګار وکړ.

د دې غونډې په ترڅ کې د تر سره شویو چارو لپاره د مرستندویه سندونو په راټولولو او د راتلونکو ۵ میاشتو په پلان خبرې اترې وشوې.

د یادونې وړ ده چې په دې غونډه کې د خصوصي سکټور د پراختیا د مالي کمېټې د کاري ډلې غړو هم ګډون کړی وو، چې په پای کې یې په یاد عمل پلان کې د لا پرمختګونو د رامنځته کېدو لپاره د غونډې د ګډونوالو ترمنځ نظرونه هم تبادله شول.

پاتې د نه وي، چې د افغانستان بانک هڅه کوي چې په هېواد کې خصوصي سکټور پرمختګ وکړي او دا بانک له بېلابېلو لارو د خصوصي سکټور د پیاوړتیا لپاره کار کوي.

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۸ - ۱۴:۵۴
Background image

د افغانستان بانک 15 میلیونه امریکايي ډالره لیلاموي

1446 ذوالحجة الحرام 21 مه - د افغانستان بانک غواړي چې د 1446 کال د ذوالحجة الحرام د میاشتې په 22 نېټه (1404/03/29) د پنجشنبې پر ورځ د داوطلبۍ له لارې د (15) میلیونه امریکايي ډالرو پورې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۶ - ۱۱:۳۸
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا

د افغانستان بانک د خپلې ژمنې له مخې، چې  له ګرانو هېوادوالو سره یې کړې وه، په سوداګریزو بانکونو کې پر امانتونو لګول شوي محدویتونه کم کړي دي. اوس کولای شئ له خپلو حسابونو څخه د پخوا په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۱۶:۵۲
Background image

د افغانستان مالي او بانکي انستیتوت بیا ځلي پرانیستل شو

د ١٤٤٦  ذوالحجة الحرام ۶ مه – د افغانستان مالي او بانکي انستیتوت د افغانستان بانک د لومړي مرستیال، ښاغلي صدیق الله خالد له لوري بیا ځلي پرانیستل شو.

ښاغلي صدیق الله خالد د یاد انستیتوت. . .

بېرته خبرونه ته