د خواخوږۍ او ډاډګیرنې پیغام
اِنّا للّه وَ اِنّا اِلَیْهِ راجِعوُن
نن یکشنبه ۱۳۹۹ کال د سلواغې د میاشتې پر پنځمه دسهار ۸:۱۵، د افغانستان بانک د کارکوونکو پر موټر د مقناطیسي ماین چاودنه وشوه چې له امله یې د دې بانک یو کارکوونکی په شهادت ورسېد او دوه تنه نور ټپیان شول.
په دې ترهګریزه پېښه کې د افغانستان د مالي شخړو د حل کمېسیون د رییس ښاغلي عبدالله دوراني شخصي موټر هدف ګرځول شوی چې په کې ښاغلی دوراني ټپي او د نوموړي یو ساتونکی په شهادت رسېدلی دی.
د افغانستان بانک مشریزه پلاوی او کارکوونکي پر ډېروکلکوټکو د دې ترهګریزې پېښې د غندلو او محکومولو تر څنګ،ټپیانو ته د بېړنۍ روغتیا غوښتنه کوي او له همدې امله خپله خواشیني،ډاډګیرنه او خواخوږي د شهیدله کورنۍ، دوستانو او همکارانو سره شریکوي او د خدای (ج) له دربار څخه ورته د جمیل صبر او بشپړ زغم غوښتنه کوي.
