د سوداګرو او پانګه‌والو لپاره د پورونو په ورکړه کې د آسانتیاوو رامنځته کېدل

Mpoya
چهارشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۴ - ۱۵:۲۱
د سوداګرو او پانګه‌والو لپاره د پورونو په ورکړه کې د آسانیتاوو رامنځته کېدل

کابل، د ۱۳۹۸ د مرغومي ۴ مه - د افغانستان بانک سرپرست او لومړي مرستیال ښاغلي واحدالله نوشېر د (عالي دي افغاني دي) کورنیو تولیداتو په کنفرانس او ملي نندارتون کې ګډون وکړ.

د افغانستان بانک سرپرست او لومړي مرستیال ښاغلي واحدالله نوشېر د یاد کنفرانس او ملي نندارتون له په لاره اچوونکو څخه مننه وکړه او دا یې د کورنیو تولیداتو د پېر او پلور په برخه کې ډېر ګټور یاد کړ.

د افغانستان بانک سرپرست د خپلو خبرو په ترڅ کې سوداګرو او پانګه‌ والو ته د بانکونو له لوري د پورونو په ورکړه کې د آسانتیاو له رامنځته کولو یادونه وکړه او ژمنه یې وکړه چې د خصوصي سکتور د پیاوړتیا لپاره به لازیاتې آسانتیاوې رامنځته کړي.

باید وویل شي چې د افغانستان بانک له لوري سوداګرو او پانګه‌والو ته د پورونو په ورکړه کې د آسانتیاوو رامنځته کول د سوداګرو او پانګه‌والو له هرکلي سره مخ شو او هیله یې وښوده چې په دې برخه کې به لا زیاتې آسانتیاوې رامنځته شي، څو پرمټ یې په هېواد کې سوداګري وده وکړي او پانګه‌وال وکولای شي چې په ډاډه زړه په کور دننه پانګې‌اچونې وکړي.

وروستي خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۶ - ۱۱:۳۸
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا

د افغانستان بانک د خپلې ژمنې له مخې، چې  له ګرانو هېوادوالو سره یې کړې وه، په سوداګریزو بانکونو کې پر امانتونو لګول شوي محدویتونه کم کړي دي. اوس کولای شئ له خپلو حسابونو څخه د پخوا په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۱۶:۵۲
Background image

د افغانستان مالي او بانکي انستیتوت بیا ځلي پرانیستل شو

د ١٤٤٦  ذوالحجة الحرام ۶ مه – د افغانستان مالي او بانکي انستیتوت د افغانستان بانک د لومړي مرستیال، ښاغلي صدیق الله خالد له لوري بیا ځلي پرانیستل شو.

ښاغلي صدیق الله خالد د یاد انستیتوت. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۱ - ۱۴:۳
Background image

د افغانستان بانک سرپرست رئیس د چین له سفیر سره پر مالي او بانکي همکاریو خبرې وکړې

۱۴۴۶ ذوالحجة الحرام ۴ مه - د افغانستان بانک سرپرست رئیس ښاغلي نور احمد آغا، د چین هېواد له سفیر ښاغلي جاو شینګ سره په لیدنه کې، د دواړو هېوادونو ترمنځ د مالي او بانکي همکاریو پر پراخېدو. . .

بېرته خبرونه ته