د سوداګریزو بانکونو له استازو سره غونډه

کابل، د ۱۳۹۸ کال د سلواغې ۱۹ مه– د افغانستان بانک د سرپرست او لومړي مرستیال ښاغلي واحدالله نوشیر په مشرۍ د سوداګریزو بانکونو د استازو سره غونډه جوړه شوه.
په دې غونډه کې د ډالرو د لیلام په برخه کې د آسانتیاوو په رامنځته کولو خبرې وشوې او د سوداګریزو بانکونو استازو د افغانستان بانک له اړوندو مسئولینو وغوښتل چې په دې برخه کې لازمې آسانتیاوې رامنځته کړي.
د دې غونډې په ترڅ کې د افغانستان بانک سرپرست او لومړي مرستیال په دې برخه کې د قانون او مقررو په رڼا کې د آسانتیاوو د رامنځته کولو ژمنه وکړه، نوموړي ټینګار وکړ چې د اقتصادي غښتلتیا په موخه به د بانکوالۍ چارو ته پراختیا ورکړي.
د یادونې وړ ده چې په دې غونډه کې د افغانستان بانک پر یو شمېر آمرینو سربېره د سوداګریزو بانکونو استازو او د بانکونو ټولنې اجرائیوي رئیس هم ګډون کړی ؤ.
پاتې دې نه وي چې په یاده غونډه کې پر یو شمېر نورو اړوندو موضوعګانو هم بحث او د نظرونو تبادله ترسره شوه.