د صرافانو او د پولي خدمتونو د وړاندې کوونکو د ټولنې له مسئولینو سره د غونډې جوړول

Mpoya
پنجشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۲ - ۱۰:۴۸
د صرافانو او د پولي خدمتونو د وړاندې کوونکو د ټولنې له مسئولینو سره د غونډې جوړول

کابل، ۱۳۹۹ د سلواغې ۱ – د افغانستان بانک د لوی ریاست د سرپرست ښاغلي اجمل احمدي په مشرۍ د هېواد د صرافانو او د پولي خدمتونو د وړاندې کوونکو د ټولنې له مسئولینو سره غونډه جوړه شوه.

د دې غونډې موخه له انفرادي حالت څخه شرکتي حالت ته د صرافیو او د پولي خدمتونو د وړاندې کوونکو د حقوقی جوړښت د بدلون په تړاو د اړوندو قوانینو او مقررو په رڼا کې د هغوي ستونزو، وړاندیزونو او حل لارو ته رسیدنه وه.

د افغانستان بانک د لوی ریاست سرپرست ښاغلي اجمل احمدي د دې غوندې د پرانیستنې پر مهال وویل چې د افغانستان بانک د صرافیو او د پولي خدمتونو د وړاندې کوونکو د کړنو د پیاوړتیا او معیاري کولو او د دې سکتور د کړنو د ښه والي او پراختیا په موخه له انفرادي حالت څخه شرکتي حال ته د هغوي د حقوقي جوړښت بدلون تر لاس لاندې نیولی دی چې دوي ته یو لړ اسانتیاوې هم پام کې لري.

ښاغلي احمدي د شرکتي جواز د ګټو په بیانولو سره زیاته کړه چې د صرافۍ او د پولي خدمتونو وړاندې کوونکي شرکتونه ډېری ګټې لري چې کولای شو له څو مواردو څخه یې یادونه وکړو:شرکتي جواز ورته د سر رسید له نېټې پرته صادریږي، د شرکتي جواز د طی مراحلو  فیس ورڅخه نه اخیستل کیږي، شرکتي جواز لپاره د سر تضمین او نغدي تضمین ته اړتیا نشته او د شرکتي جواز لرونکی کولای شي په ټول هېواد کې نمایندګۍ پرانیزي.

ورپسې، د صرافانو او د پولي خدمتونو د وړاندې کوونکو د ټولنې مسئولینو په دې غونډه کې خپلې ستونزې او وړاندیزونه د افغانستان بانک له مشریزه پلاوي سره شریکې کړې او په دې برخه کې یې د مناسبو حل لارو د پیدا کولو غوښتنه وکړه.

په پای کې د افغانستان بانک د لوی ریاست سرپرست ښاغلي اجمل احمدي اړوند آمریت ته لارښوونه وکړه څو د صرافانو او د پولي خدمتونو د وړاندې کوونکو مناسبو ستونزو او وړاندیزونو ته د شته قوانینو او مقرراتو په رڼا کې رسیدنه وکړي.

د افغانستان بانک له همدې امله ډاډ ورکوي چې بانکونو، صرافانو او د پولي خدمتونو وړاندې کوونکو لپاره به د مناسب او معیاري چاپیریال د برابرولو په موخه د هېواد د مالي او بانکي نظام اړوند قوانینو په اډانه کې بې درېغه هلې ځلې ترسره کړي.

وروستي خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۱/۶ - ۱۲:۴۳
Background image

د افغانستان بانک 17میلیونه امریکايي ډالره لیلاموي

1445 رمضان المبارک ‍15 مه - د افغانستان بانک غواړي چې د 1445 کال د رمضان المبارک د میاشتې په 16 نېټه (1403/01/07) د سه شنبې په ورځ د داوطلبۍ له لارې تر (17) میلیونه امریکايي ډالرو پورې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۹ - ۱۴:۵
Background image

د افغانستان بانک د سرپرست رئیس په مشرۍ د اټیالیا هېواد له سفیرې سره لیدنه

۱۴۴۵ د رمضان المبارک ۹ مه – د افغانستان بانک د سرپرست رئیس ښاغلي هدایت الله بدري په مشرۍ د افغانستان لپاره د ایټالیا هېواد سفیرې آغلې نتالیا او مل پلاوي سره لیدنه تر سره شوه.

په یاده. . .

چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۶ - ۱۴:۳۴
Background image

د افغانستان بانک د موخو، دندو او عمومي پالیسیو په اړه ننګرهار ولایت کې د روښان لوړو زده کړو مؤسسې محصلینو لپاره روزنیز سیمینار جوړ شو

۱۴۴۵ شعبان المعظم ۲۴ -  د افغانستان بانک پلاوي، چې د بانکي سکتور ملاتړ او د اسلامي بانکوالۍ د ترویج په موخه یې د یوې ولسي غونډې جوړولو په پار د ختیځ زون ننګرهار ولایت ته سفر کړی وو، د. . .

بېرته خبرونه ته