د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکونو له سیستمونو سره د بانکونو ترمنځ د اداینو د سیستم د نښلولو د هوکړه لیک لاسلیکول

د افغانستان بانک د اداینو په برخه کې د اړینو اسانتیاوو او سمونونو د رامنځته کولو پر دوام دا ځل د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکونو له سیستمونو سره د بانکونو ترمنځ د اداینو د سیستم د نښلولو په برخه کې د مالیې له محترم وزارت سره نن پنجشنبه د ۱۳۹۹ کال کب ۲۸ مه هوکړه لیک لاسلیک کړ.
د افغانستان بانک د بانکونو ترمنځ د اداینې د سیستم له لارې د دې اسانتیا په کارونې سره د دولت عواید د اسنادو له فزیکي طی مراحل پرته په بریښنایي توګه راټول او اجراء کیږي او ترڅنګ یې د ډاډ ترلاسه کولو په موخه پیغامونه او اجراء شوې معاملې په بریښنایي بڼه د مالیې وزارت سیستمونو ته استول کیږي.
د افغانستان بانک؛ دولت، مالي سکتور او درنو هېوادوالو ته د خدمتونو د وړاندې کولو لپاره ژمن دی او له همدې کبله یې تل هڅه کړې څو د نړیوالو منل شویو او غوره معیارونو پر بنسټ په هېواد کې بانکي خدمتونه وړاندې کړي. د افغانستان بانک دا ځل د اداینې د سیستمونو د عصري کولو د پروژې په پلې کولو سره په دې توانیدلی څو د کوچنیو اداینو په ګډون چې د صرافۍ د خپل کاره ماشینونو، POS ماشینونو، د موبایل له لارې اداینې او د بانکونو ترمنځ د لویو اداینو سیستم (ATS) له لارې د پیسو د ترلاسه کولو او لیږلو په موخه د اداینو د ورځنیو وسیلو په کارونې سره د خپلو دوو جلا سیستمونو له لارې د اداینې خدمتونو ته د لاسرسي زمینه برابره کړي.
د ګمرکونو او عوایدو له سیستمونو سره د بانکونو ترمنځ اداینو د سیستم نښلول ډېری ګټې لري چې له ځینو یې په لاندې توګه یادونه کوو:
- د محصولاتو د فیس او ګمرکي مالیې په ورکړه کې اسانتیا او د پام وړ روڼتیا
- له ګمرکونو څخه د توکو د ترخیصو د بهیر چټکوالی
- له جغرافیایي محدودیتونو پرته د عوایدو د راټولولو د بهیر چټکوالی
- د پیسو ورکوونکو او دولتي تعرفو لپاره د غوره بانکي خدمتونو د وړاندې کولو آسانتیا
- په افغانستان کې د فزیکي پیسو د ګردښت او د نغدو پیسو د خرابیدو مخنیوي او د عملیاتي لګښتونو کموالی
- د غیر نغدي اقتصاد د فرهنګ په دودیدو کې اغیزناک رول
- د فزیکي پیسو د لیږد رالیږد د خطرونو کموالی
- د سوداګریزو بانکونو ودې ته زمینه برابرول
- د خلکو ترمنځ د بانکوالۍ د فرهنګ پراختیا او د بانکي خدمتونو د محصولاتو او ګټو سره د هغوی بلدتیا