د هېواد د خپلواکۍ د سلمي کلیزې په مناسبت د کرکټ سيالۍ په لاره واچول شوه

کابل، د 1398 د زمري 4- د افغانستان بانک د هېواد د خپلواکۍ د (100)کلیزې په مناسبت د خپلو نورو پروګرامونو ترڅنګ د MTN کریکټ لوبډلې سره دوستانه سیالي ترسره کړه.
دا شل اوریزه لوبه د کرکټ په لوبغالي کې جوړه شوې وه. په لومړي سر کې لوبه د MTN کریکټ لوبډلې پیل کړه او د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره د افغانستان بانک لپاره د 194 کنډو هدف وټاکه. وروسته بیا د افغانستان بانک کرکټ لوبډلې لوبه پیل کړه او د 13 منډو په توپیر سره د MTN لوبډلې په وړاندې یې وبایلله.