د پرایسک لومړۍ کاري ډلې دوولسمه غونډه

Mpoya
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۶/۲۶ - ۱۵:۳۰
د پرایسک لومړۍ کاري ډلې دوولسمه غونډه

کابل، د ۱۳۹۸ کال د وږي ۲۶ مه – د خصوصي سکټور د پراختیا د لومړۍ کاري ډلې دوولسمه غونډه د افغانستان بانک د بانکي عملیاتو د عمومي آمر ښاغلي میر عزیز برکي په مشرۍ جوړه شوه.

په دغه غونډه کې د بانکونو د امنیتي لګښتونو په راکمولو، د مالي خدمتونو په پراختیا، په برېښنایي ډول د عوایدو د راټولونې سیستم د فعالولو د پروسې په پرمختګ او په ګمرکونو کې په الکترونیکي ډول د عوایدو د را ټولونې په برخه کې د عامه پوهاوي د رامنځته کولوو په پروسه بحث او خبرې وشوې.

په یاده غونډه کې د نظرونو تر تبادلې وروسته د اړوندو موضوعاتو په اړه یو شمېر پرېکړې وشوې چې په راتلونکو غونډو کې به د یادو پرېکړو د پایلو په اړه معلومات شريک شي.

د یادونې وړ ده چې په دغه غونډه کې د افغانستان بانک د مالي خدمتونو د پراختیا د عمومي آمر ښاغلي میر احمد شکیب سربېره د خصوصي سکتور د پراختیا د لومړۍ کاري ډلې استازو هم ګډون کړی وو.

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۸ - ۱۴:۵۴
Background image

د افغانستان بانک 15 میلیونه امریکايي ډالره لیلاموي

1446 ذوالحجة الحرام 21 مه - د افغانستان بانک غواړي چې د 1446 کال د ذوالحجة الحرام د میاشتې په 22 نېټه (1404/03/29) د پنجشنبې پر ورځ د داوطلبۍ له لارې د (15) میلیونه امریکايي ډالرو پورې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۶ - ۱۱:۳۸
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا

د افغانستان بانک د خپلې ژمنې له مخې، چې  له ګرانو هېوادوالو سره یې کړې وه، په سوداګریزو بانکونو کې پر امانتونو لګول شوي محدویتونه کم کړي دي. اوس کولای شئ له خپلو حسابونو څخه د پخوا په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۱۶:۵۲
Background image

د افغانستان مالي او بانکي انستیتوت بیا ځلي پرانیستل شو

د ١٤٤٦  ذوالحجة الحرام ۶ مه – د افغانستان مالي او بانکي انستیتوت د افغانستان بانک د لومړي مرستیال، ښاغلي صدیق الله خالد له لوري بیا ځلي پرانیستل شو.

ښاغلي صدیق الله خالد د یاد انستیتوت. . .

بېرته خبرونه ته