د کاتب پوهنتون د اقتصاد پوهنځي محصلینو ته ښوونیز ورکشاپ جوړ شو

ناپیژنده (not verified)
پنجشنبه ۱۳۹۸/۳/۲۳ - ۹:۳۹
د کاتب پوهنتون د اقتصاد پوهنځي محصلینو ته ښوونیز ورکشاپ جوړ شو

کابل، د غبرګولي ۲۲ مه – د افغانستان بانک له لوري د کاتب پوهنتون محصلینو ته د دغه بانک د موخو، دندو او کلي سیاستونو په اړه یو ورځنی ښوونیز ورکشاپ جوړ شو.

د دې ورکشاپ په پیل کې د کاتب پوهنتون د اقتصاد پوهنځي سرپرست او استاد ښاغلي احمد محمدي یاد پوهنتون ته دافغانستان بانک هیئت ته د ښه راغلاست ویلو تر څنګ د دغه ډول ښوونیزو ورکشاپونو او د اطلاع رسونې په برخه کې مرکزي بانک په توګه د افغانستان بانک له لوري د معلوماتو د شریکولو په اهمیت او د دغه بانک په کلي سیاست محصلینو ته خبرې وکړې.نوموړي د محصلینو لپاره د دغه ډول ورکشاپونو جوړول د دوی د علمي کچې په لوړولو کې د اهمیت وړ وبلل.

ورپسې د افغانستان بانک د ریاست د دفتر د لوی آمریت مرستیال ښاغلي شفیق الله بارز خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې د افغانستان بانک د خپلو بنسټیزو دندو سربېره د اطلاع رسونې، عامه پوهاوي او معلوماتو د شریکولو په برخه کې لازمو هڅو او همکاریو ته ژمن دی.

همدارنګه نوموړي زیاته کړه چې د اقتصاد، مالي او بانکي چارو د برخې محصلینو ته د بانک د موخو، دندو او کلي سیاستونو په اړه د ښوونیزو ورکشاپونو جوړول له پوهنتونونو سره د افغانستان بانک د اکاډمیکو همکاریو یوه برخه ده چې د افغانستان بانک له لوري د محصلینو د ظرفیتونو د لوړولو لپاره په پام کې نیول شوي دي.

ورپسې د افغانستان بانک د پولي سیاست د عمومي آمریت مرستیال ښاغلي احمد جواد سداد په هېواد کې د پولي سیاست د تطبیق، په کور د ننه د بیو د ثبات د تامین او ساتنې، د هېواد اقتصادي وضعیت ته په کتو سره د پیسو د وړاندې کولو په مدیریت، کنټرول او همدارنګه د مبادلې د نرخ په اړه یې هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.

د دې ښوونیز ورکشاپ په بله برخه کې د افغانستان بانک د مالي چارو د عمومي آمریت مرستیال ښاغلي سید محسن سادات پر بانکونو او مالي موسسو د نظارت (څار) یو پریزنټیشن وړاندې کړ چې په بانکونو کې د درجه بندۍ په تړاو یې د پانګو د کفایت، د داراییو د کیفیت (څرنګوالي)، د ګټې د مدیریت او سیالیت په اړه ګډون کوونکو ته معلومات ورکړل.

د ورکشاپ په وروستۍ برخه کې د ګډون کوونکو پوښتنو ته ځوابونه وویل شول او ګډونوالو ته تصدیق پاڼې ووېشل شوې.

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۸ - ۱۴:۵۴
Background image

د افغانستان بانک 15 میلیونه امریکايي ډالره لیلاموي

1446 ذوالحجة الحرام 21 مه - د افغانستان بانک غواړي چې د 1446 کال د ذوالحجة الحرام د میاشتې په 22 نېټه (1404/03/29) د پنجشنبې پر ورځ د داوطلبۍ له لارې د (15) میلیونه امریکايي ډالرو پورې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۶ - ۱۱:۳۸
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا

د افغانستان بانک د خپلې ژمنې له مخې، چې  له ګرانو هېوادوالو سره یې کړې وه، په سوداګریزو بانکونو کې پر امانتونو لګول شوي محدویتونه کم کړي دي. اوس کولای شئ له خپلو حسابونو څخه د پخوا په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۱۶:۵۲
Background image

د افغانستان مالي او بانکي انستیتوت بیا ځلي پرانیستل شو

د ١٤٤٦  ذوالحجة الحرام ۶ مه – د افغانستان مالي او بانکي انستیتوت د افغانستان بانک د لومړي مرستیال، ښاغلي صدیق الله خالد له لوري بیا ځلي پرانیستل شو.

ښاغلي صدیق الله خالد د یاد انستیتوت. . .

بېرته خبرونه ته