د کرکټ د شپږیزه لیګ له لارې د افغانۍ د دودولو پروګرام

د افغانستان بانک د بهرنیو اسعارو د کارولو د مخنیوۍ او د افغانۍ د دودولو په موخه د شپږیزه کرکټ لیګ مالي ملاتړ وکړ څو له دې لارې خلکو ته د عامه پوهاوۍ پېغامونه ورسوي.
د دې پروګرام پر بنسټ، د سپین غر زمریانو او د کابل بازانو د لوبډلو لباسونه د افغانۍ د دودیدو په پېغامونو ښکلي او د کرکټ د لوبغالی په بیلابیلو برخو کې د افغانۍ د دودیدو په اړه د عامه پوهاوۍ بنرونه لګول شوي دي. د دې پړاو د لوبو تبصره کوونکي د لوبو په اوږدو کې د افغانۍ د دودولو په اړه د عامه پوهاوۍ پیغامونه لولي.
کرکټ په هیواد کې یوه له ډیرو لیدل کیدونکو لوبو څخه دی چې د افغانستان بانک په باور یاد لیګ د افغانۍ د دودولو او د بهرنیو اسعارو د کارولو د مخنیوۍ په برخه کې د پېغامونو په رسولو کې ګټور ګڼل کیږي.
د یادولو وړ ده چې یادې شل اوریزه لوبې د شپږیزه کرکټ لیګ په نوم یادیږي او له څو کلونو راهېسې د کرکټ په ډګر کې د تجربو د شریکولو او نویو استعدادونو د پیدا کولو په موخه په لاره اچول کیږي، چې سږ کال دا لوبې له ملي تلویزیون څخه په ژوندۍ بڼه هم خپریږي.