د ۱۳۹۹ مالي کال په اوږدو کې د افغانستان بانک د عالي شورا درېیمه نوبتي غونډه جوړه شوه

۱۳۹۹ کال د وږي ۳۰ مه – د افغانستان بانک عالي شورا چې د دې بانک د تصمیم نیولو تر ټولو غوره مرجع ده، نن یې د ۱۳۹۹ مالي کال درېیمه نوبتي غونډه تر سره کړه.
دا غونډه چې د افغانستان بانک د سرپرست او د دې شورا د رئیس ښاغلي اجمل احمدي په مشرۍ او د دې شورا د غړو په ګډون په آنلاین ډول جوړه شوې وه په کې د افغانستان د اقتصادي وضعیت تر څنګ د پولي سیاست د پلي کېدو پر څرنګوالي، د بانکي نظام پر کړنلارو، د هېواد پر مالي نظام او د افغانستان بانک پر یو شمېر اداري موضوعاتو بحث وشو.
د عالي شورا غړو د اړوندوموضوعاتو په اړه د بحث او د نظرونو له تبادلې وروسته د افغانستان بانک او د هېواد د بانکي او مالي سیستم د کړنو د ښه والي په اړه لازم تصمیمونه تر لاس لاندې ونیول.
د یادونې وړ ده چې د افغانستان بانک عالي شورا اووه غړي لري چې د افغانستان بانک لوی رئیس د یادې شورا د ریاست چارې پر غاړه لري. عالي شورا د افغانستان بانک د ټولیزه سیاستونو د طرحې او پلي کېدو، د دې بانک پر کړنو د څارنې مسئولیت پر غاړه لري.
د یادونې وړ ده چې د افغانستان بانک عالي شورا په ربعوار ډول په کال کې څلور غونډې جوړوي چې د دې بانک د سیاستونو، کړنو، اجرااتو او لاسته راوړونو په اړه په کې بحث او د نظرونو تبادله تر سره کېږي.