رسنیزه اعلامیه

Mpoya
یکشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۳ - ۱۱:۱۱
رسنیزه اعلامیه

۱۳۹۹ د کب ۲

د افغانستان بانک د صرافانو او پولي خدمتو د وړاندې کوونکو د حقوقي جوړښت بدلون د دوو مهمو اصلونو په رڼا کې هر یو: د پیسو وینځلو او ترهګرۍ د تمویل پر وړاندې د مبارزې د قوانینو او مقرراتو پلي کول چې د ملي شورا لخوا تصویب شوي او دویم اصل؛ چې له نړیوالو شریکانو سره کړې ژمنې دي، تر لاس لاندې نیولی دی.

له انفرادي څخه شرکتي ته د صرافیو او پولي خدمتو د وړاندې کوونکو د اوښتو بهیر یوه نوې پیل شوې پروسه نه ده بلکه پلي کول یې له ۲۰۱۵ کال راهیسې پیل شوی او وروستۍ موده یې ۲۰۲۰ زیږدیز کال ؤ.

د افغانستان بانک د تیرو پنځو کلونو په اوږدو کې، په ځانګړې توګه له تېرو اتو میاشتو راهیسې په هرو دوو اونیو کې د صرافانو د ټولنې له رهبرۍ سره ناسته کړې او د دې ناستو په اوږدو کې د دوی ټولو ستونزو، پوښتنو او وړاندیزونو ته د اړوندو قوانینو او مقرراتو په رڼا کې رسېدنه شوې ده. له صرافانو څخه د افغانستان بانک یوازینۍ غوښتنه د شرکتي جواز اخیستل دي چې په ترلاسه کولو سره یې مونږ د هېواد د قوانینو او مقرراتو پلي کولو او همدارنګه له نړیوالو شریکانو سره د خپلو کړو ژمنو عملي کولو کې پابند یو، بلکه په هېواد کې د سیستم جوړولو ته لبیک وایو او له ګټو او اسانتیاوو یې برخمن کېږو. د صرافانو د ټولنې رهبرۍ د هېواد له ولسمشر سره د یوې ناستې په ترڅ کې ژمنه کړې چې شرکتي جوازونه اخلي او له همدې کبله د رهبرۍ زیات شمېر غړو شرکتي جوازونه اخیستي دي.

په هغه صورت کې چې معترض صرافان او د پولي خدمتو وړاندې کوونکي په تخنیکي برخه او د شرکتي جواز د اخیستلو په پروسه کې کومه ستونزه ولري، د افغانستان بانک حاضر دی څو له قانوني لارې د هغې د حل لپاره لاس په کار شي چې د همدې اصل له مخې د افغانستان بانک په دوو جلا ناستو کې چې یوه د جمهوري ریاست د دویم معاونیت د محترم مقام تر ریاست لاندې او بله یې د ولسي جرګې د ملي اقتصاد په کمیسیون کې جوړه شوې وه ګډون کړی، خو د صرافانو له ټولنې څخه هیڅ چا په دې ناستو کې ګډون کړی نه دی. له همدې امله، ویلای شو چې د صرافانو اعتراض تخنیکي بحث نه لري او د شرکتي جواز د اخیستلو په پروسه کې ټولې ستونزې حل شوي دي.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۰/۱/۲۲ - ۱۰:۴۲
Background image

د افغانستان بانک 28 میلیونه امریکايي ډالره لیلاموي

کابل، 1400 کال د وری 22ـ د افغانستان بانک غواړي چې د 1400 کال د وری میاشتې په 23 نېټه د دوشنبې په ورځ د داوطلبۍ په اوږدوکې شاوخوا 28 میلیونه امریکايي ډالره د یوې ازادې او رڼې پروسې له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۰/۱/۱۹ - ۱۰:۲۵
Background image

د افغانستان بانک سرپرست ښاغلي اجمل احمدي د ترکمنستان هېواد له سفیر سره ولیدل

۱۴۰۰ کال د وري ۱۹ مه ـ د افغانستان بانک سرپرست ښاغلي اجمل احمدي د یوې غونډې په اوږدو کې د ترکمنستان هېواد له سفیر سره ولیدل او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې پر بېلابېلو اقتصادي موضوعګانو،. . .

دوشنبه ۱۴۰۰/۱/۱۶ - ۱۰:۴۲
Background image

د افغانستان بانک سرپرست ښاغلي اجمل احمدي د هند له سفیر سره غونډه ترسره کړه

۱۴۰۰ کال د وري ۱۵ مه – د افغانستان بانک سرپرست ښاغلي اجمل احمدي په کابل کې د هند له مېشت سفیر سره ولیدل او د دواړو هېوادونو تر منځ یې پر بېلابېلو اقتصادي، سوداګریزو اړیکو او بانکي او. . .

بېرته خبرونه ته