له دولتي بانکونو سره د پیسو وینځلو څخه د مخینوي په لارو چارو خبرې وشوې

کابل، د ۱۳۹۸ کال د زمري ۲مه – د افغانستان بانک د سرپرست او لومړي مرستیال ښاغلي واحدالله نوشېر په مشرۍ د دولتي بانکونو له استازو سره د پیسو وینځلو څخه د مخنیوي په اړه غونډه جوړه شوه.
په دې غونډه کې د افغانستان بانک سرپرست او لومړي مرستیال ښاغلي واحدالله نوشېر یادونه وکړه، چې د افغانستان بانک له ټولو بانکونو سره همکار دی او هڅه کوي چې د قانون جوړونکي بانک په توګه د بانکي نظام د قوانینو او پالیسیو د پلي کېدو لپاره کار وکړي.
ښاغلي نوشېر زیاته کړه چې د پیسو وینځلو د مبارزې قانون پلي کېدل په بانکي نظام کې روڼتیا ته لاره هواروي او د هېواد د بانکي نظام د اعتبار د زیاتوالي لامل کېږي.
په یاده غونډه کې د پیسو وینځلو څخه د مخنیوي په لارو چارو او د افغانستان بانک له لوري په دې برخه کې د رامنځته شویو مقررو په اړه بحث وشو او پرېکړه وشوه چې په راتلونکې کې به هم په اړوندو موضوعاتو غونډې جوړې شي.
د یادونې وړ ده چې په دې غونډه کې د دولتي بانکونو استازو د افغانستان بانک له مشرتابه څخه د بانکدارۍ په برخه کې د لا زیاتو همکاریو غوښتنه وکړه.