په بلخ ولایت کې د لومړي ځل لپاره د پولي خدمتونو شرکت ته جواز ورکړل شو

Mpoya
چهارشنبه ۱۳۹۸/۱۱/۲۳ - ۱۱:۱
په بلخ ولایت کې د لومړي ځل لپاره د پولي خدمتونو شرکت ته جواز ورکړل شو

د افغانستان بانک د صرافانو او پولي خدمتونو د وړاندې کوونکو د سکتور د معیاري کولو، ښه والي او پیاوړتیا په موخه په کابل، هرات او کندهار ولایتونو کې د پولي خدمتونو او صرافۍ جوازونو د ورکړې په لړ کې داځل په مزار شریف ښار کې د مراد زاده پولي خدمتونو شرکت ته د پولي خدمتونو د شرکت لومړنی جواز  د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ورکړل شو.

یاد جواز د مراد زاده پولي خدمتونو شرکت د مسؤلینو، صرافانو او د افغانستان بانک د کارکوونکو په شتون کې د افغانستان بانک د شمال زون آمریت د سرپرست او مرستیال، ښاغلي محمد اسرار پویا له لورې د یاد شرکت ونډه لرونکو ته ورکړل شو.  

وروستي خبرونه

پنجشنبه ۱۳۹۸/۱۲/۱ - ۱۱:۱۷
Background image

د افغانستان بانک 30 میلیونه امریکايي ډالره لیلاموي

کابل، د 1398 کال د کب 1ـ د افغانستان بانک غواړي چې د 1398 کال د کب میاشتې په 30 نېټه د شنبی په ورځ د داوطلبۍ په ترڅ کې شاوخوا 30 میلیونه امریکايي ډالره د یوې ازادې او رڼې پروسې له لارې. . .

چهارشنبه ۱۳۹۸/۱۱/۳۰ - ۱۰:۳۹
Background image

د پیسو وینځلو او له تروریزم څخه د ملاتړ د مخنیوي د همغږۍ د عالي کمېسیون غونډه

کابل، د ۱۳۹۸ کال د سلواغې ۲۹ مه – د افغانستان بانک د سرپرست او لومړي مرستیال ښاغلي واحدالله نوشیر په مشرۍ چې د پیسو وینځلو او له تروریزم څخه د ملاتړ د مخنیوي د هغمږۍ کمېسیون رئیس هم دی. . .

سه‌شنبه ۱۳۹۸/۱۱/۲۹ - ۱۵:۱۹
Background image

د افغانستان بانک د پولي سیاستونو په اړه غونډه جوړه شوه

کابل، ۱۳۹۸ د سلواغې ۲۸ – د افغانستان بانک د خپلو پولي سیاستونو د څرنګوالي په اړه د اقتصاد، مالیې او سوداګرۍ او صنایعو وزارتونو له استازو سره بحث او خبرې اترې وکړې.

د دې پروګرام موخه د. . .

بېرته خبرونه ته