په سوداګریزو راکړو ورکړو کې د افغانیو د دودولو هڅې وستایل شوې

Mpoya
شنبه ۱۳۹۸/۱۰/۲۸ - ۱۵:۸
په سوداګریزو راکړو ورکړو کې د افغانیو د دودولو هڅې وستایل شوې

کابل، ۱۳۹۸ مرغومې ۲۸ مه– د افغانستان بانک د هېواد د حرفوي سوک وهنې د دوو تنو لوبغاړو او د شپږېزې کرکټ سیالیو پر مهال په سوداکریزو راکړو ورکړو کې د افغانیو د دودولو په برخه کې د افغانستان د کرکټ بورډ ادارې د ویاند هڅې وستایلې.

په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت د افغانستان بانک د عالي شورا په تالار کې جوړه شوې وه، د افغانستان بانک سرپرست او لومړي مرستیال ښاغلي واحدالله نوشېر په سوداګریزو راکړو ورکړو کې د افغانیو دې د دودولو او کارولو په ارزښت خبرې وکړې.

ښاغلي نوشېر په دې برخه  کې د حرفوي سوک وهنې د دوو تنو نامتو لوبغاړو هر یو ښاغلي سهیل احمد مغلزي او ښاغلي زمري محمدي او همدارنګه د کرکټ بورډ ادارې د ویاند ښاغلي محمد فرید هوتک هڅې وستایلې.

د یادونې وړ ده چې یادو لوبغاړو هم په دې اړه په خپل نوبت سره خبرې وکړې او په ترڅ کې یې د افغانیو د دودولو په برخه کې د افغانستان بانک د هڅو ستاینه وکړه او له خلکو یې وغوښتل چې په سوداګریزو راکړو ورکړو کې له افغانیو کار واخلي او د پردیو اسعارو له کارولو په کلکه ډډه وکړي.

پاتې دې نه وي چې د افغانستان د کرکټ بورډ ادارې ویاند د شپږیزې سیالیو په لړ کې د سوداګریزو راکړو ورکړو په مهال د افغانیو د دودولو په منډو ترړو کې پراخې هڅې کړې وې.

باید وویل شي چې د افغانستان بانک د دغو لوبغاړو او کرکټ بورډ ادارې د ویاند د خدمتونو، ویاړونو او ورزشي لاسته راوړنو په پام کې نیولو سره یادو کسانو ته ستاینلیکونه  او په افغانۍ ښکلي شوي تندیسونه هم ډالۍ کړل.

وروستي خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۵۳
Background image

د افغانستان بانک سرپرست رئیس په کابل کې د ایران له سفیر سره ولیدل

۱۴۴۵ کال د شوال المکرم ۱۵ مه - د افغانستان بانک سرپرست رئیس ښاغلي هدایت الله بدري په کابل کې د ایران هېواد له سفیر ښاغلي حسن کاظمي قمي سره ولیدل او د دواړو هېوادونو د سوداګریزو او بانکي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۳۰ - ۱۰:۱۲
Background image

د افغانستان بانک 16 میلیونه امریکايي ډالره لیلاموي

1445 شوال المکرم 9 مه - د افغانستان بانک غواړي چې د 1445 کال د شوال المکرم د میاشتې په 11 نېټه (1403/02/01) د شنبې په ورځ د داوطلبۍ له لارې تر (16) میلیونه امریکايي ډالرو پورې د لیلام. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۱/۲۰ - ۹:۴۰
Background image

د آنلاین صرافیو د ممنوعیت په اړه خبرتیا!

په افغانستان کې د آنلاین صرافیو د فعالیت د ممانعت په اړه د افغانستان بانک د مخکینو خبرتیاوو په تعقیب، یو ځل بیا ګرانو هېوادوالو ته خبر ورکول کيږي چې د افغانستان بانک تر اوسه کوم شخص یا. . .

بېرته خبرونه ته