په کابل کې د افغانۍ زاړه او مندرس بانکنوټونه وسوځول شول

۱۴۰۰ د سلواغې ۱۶ مه– د افغانستان بانک د قانون د ۳۹ او ۴۲ مادې پر بنسټ شپږ سوه میلیونه زاړه او مندرس د پنځوس افغانۍ بانکنوټونه د ټاکل شوي پلاوي په شتون کې تر کره شمېرنې وروسته و سوځول شول.
د افغانستان بانک دویم مرستیال ښاغلي عبدالقدیر احمد چې په همدې تړاو یې خبرې کولې وویل په روانه میاشت کې دا دویم ځل دی چې زاړه او مندرس بانکنوټونه سوځول کېږي. همدا ډول نوموړي له خلکو وغوښتل چې د سوداګریزو او اقتصادي راکړو او ورکړو پر مهال د بانکنوټونو ساتنې ته پاملرنه وکړي، څو له دې لارې د بانکنوټونو له ژر زړېدو څخه مخنیوی وشي.
د یادونې وړ ده، چې راټول شوي زاړه او له کاره لویدلي بانکنوټونه د عدلیې او مالیې وزارتونو، اړوندو ادارو او د افغانستان بانک د بېلابېلوآمریتونو استازو په شتون کې د ګمارل شوي پلاوي له خوا تر بارولو وروسته ځانګړو کُرو ته انتقال او په یو ځل وسوځول شول.