د سوداګریزو بانکونو له استازو سره غونډه

Mpoya
شنبه ۱۴۰۰/۹/۶ - ۱۵:۴
د سوداګریزو بانکونو له استازو سره غونډه

۱۴۰۰ د لیندۍ ۶ مه – د افغانستان بانک د لومړي مرستیال ښاغلي نوراحمد آغا په مشرۍ د افغانستان د بانکونو ټولنې او سوداګریزو بانکونو له استازو سره غونډه جوړه شوه.

په دې غونډه کې د سوداګریزو بانکونو له استازو سره د پیسو پر لېږد، د مبادلې نرخ، نقدینګۍ، د پېرودنکو پر شکایتونو او یو شمېر نورو اړوندو بانکي موضوعګانې خبرې وشوې. د افغانستان بانک لومړي مرستیال ښاغلي نوراحمد آغا په یاده غونډه کې د سوداګریزو بانکونو له استازو وغوښتل چې د پېرودونکو لپاره د بانکي خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې د قوانینو او مقرراتو په رڼا کې اړینې آسانتیاوې رامنځته کړي.

په یاده غونډه کې د افغانستان د بانکونو د ټولنې او د سوداګریزو بانکونو استازو د ذکر شویو موضوعګانو په اړه خبرې وکړې او په دې برخه کې د نظرونو تبادله تر سره شوه. باید وویل شي چې د دې غونډې په لړ کې د افغانستان بانک د بانکي چارو د څارنې آمر ښاغلي عبدالرحمن قانت غرب زون ته د خپل سفر راپور او موندنې د غونډې له ګډونوالو سره شریک کړل او د سوداګریزو بانکونو استازو ته یې په بانکي برخه کې د ستونزو د حل په موخه اړینې لارښوونې وکړې.

د یادونې وړ ده چې په یاده غونډه کې د افغانستان بانک لومړي مرستیال سربېره د دې بانک دویم مرستیال ښاغلي مولوي عبدالقدیر احمد، د افغانستان د بانکونو د ټولنې مشرتابه پلاوي او د سوداګزیزو بانکونو استازو  په حضوري او آنلاین ډول ګډون کړی وو.

وروستي خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۷:۱۴
Background image

د افغانستان بانک لومړي مرستیال د یونما له مرستیال او د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام له مشر سره وکتل

 د ۱۴۴۷ کال د رمضان المبارک ۲۰ مه - د افغانستان بانک لومړي مرستیال، ښاغلي صدیق الله خالد، د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي (یونما) له مرستیال اندریکا راتوات او د ملګرو ملتونو د پراختیايي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۹ - ۱۵:۴
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا

که چېرې مالي مؤسسو ته د مراجعې پر مهال له کومې ستونزې سره مخ کیږئ، یا له تـاسې سره نـامناسب چلند کیږي او یـا هم ستاسې حقونـه د اصولو پـربنسټ نـه درکول کیږي، نـو کولای شئ چې خپل شکایـت. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۹ - ۱۷:۲
Background image

د افغانستان بانک له غرب زون څخه راټول شوي مندرس بانکنوټونه وسوځول

د ۱۴۴۷ کال د شعبان المعظم ۲۰ مه - د افغانستان بانک له اړوندو کړنلارو سره سم له غرب زون څخه راټول شوي د ۵۳۷،۷۴۶،۰۰۰ (پنځه سوه اووه دېرش میلیونه اووه سوه او شپږ څلویښت زره) افغانیو په. . .

بېرته خبرونه ته