د سوداګریزو بانکونو له لوري کوچنیو او منځنیو تشبثاتو ته د پورونو د ورکړې په برخه د آسانتیاوو رامنځته کولو په اړه د افغانستان بانک هڅې
۱۴۰۰ د غبرګولي ۴ مه - د افغانستان بانک د سرپرست ښاغلي اجمل احمدي په مشرۍ د مالي خدمتونو د پراختیا، کوچنیو او منځنیو تشبثاتو ته د سوداګریزو بانکونو له لوري د پورونو د ورکړې په اړه د سوداګریزو بانکونو او د خصوصي سکتور له نمایندګانو سره غونډه جوړه شوه.
په دې غونډه کې د افغانستان بانک سرپرست ښاغلي اجمل احمدي د مالي خدمتونو د پراختیا او مالي خدمتونو ته د تشبثاتو د لاسرسي په ارزښت خبرې وکړي او د سوداګریزو بانکونو له لوري خصوصي سکتور ته د پورونو د ورکړې په برخه کې د آسانتیاوو رامنځته کول یې د ارزښت وړ او ټاکونکي یاد کړل.
ښاغلي اجمل احمدي زیاته کړه مالي خدمتونو ته لاسرسی او له مالي خدمتونو څخه عامه ګټه اخیستنه د ډېرو خلکو لپاره زمینه برابروي چې په اقتصادي فعالیتونو کې برخه واخلي او په لوړه کچه د اقتصادي سیاستونو لکه ټولیز اقتصادي پرمختګ، د عایداتو د نابرابرۍ کمول او په ټولنه کې د غربت د کچې د راټیټولو په برخه کې مثبت اغیز لري.
د یادونې وړ ده چې د افغانستان بانک سرپرست ښاغلي اجمل احمدي د صنعت او سوداګرۍ وزارت د تصدۍ له مهاله د مالي خدمتونو په برخه کې اغېزناک فعالیتونه تر سره کړي دي چې کولای شو د خصوصي سکتور او له کوچنیو او منځنیو تشبثاتو څخه د ملاتړ په برخه کې د هڅونې له کڅوړو څخه یادونه وکړو چې تر نن ورځې یې ښې پایلې درلودلې دي.