د سوداګریزو بانکونو له استازو سره د اسلامي بانکوالۍ د پراختیا په اړه غونډه

Mpoya
Sun, Feb 06 2022 2:56 PM
د سوداګریزو بانکونو له استازو سره د اسلامي بانکوالۍ د پراختیا په اړه غونډه

۱۴۰۰ د سلواغې ۱۷ مه– د افغانستان بانک د دویم مرستیال ښاغلي عبدالقدیر احمد پر مشرۍ په هېواد کې د اسلامي بانکوالۍ د پراختیا غونډه جوړه شوه.

په یاده غونډه کې ښاغلي عبدالقدیر احمد وویل چې د افغانستان بانک په هېواد کې د اسلامي بانکوالۍ پراختیا ته ژمن دی او کولای شي د دې برخې د پراختیا لپاره د سوداګریزو بانکونو لپاره اړینې آسانتیاوې رامنځته کړي. نوموړي د افغانستان بانک سره په دې برخه کې د سوداګریزو بانکونو همکاري هم د ارزښت وړ یاده کړه.

د دې غونډې په اوږدو کې د افغانستان د علومو اکاډمۍ د اسلامي بانکوالۍ د څېړنې مرکز مشر ښاغلي مفتي ابو سعید راشد د اسلامي بانکوالۍ پر ارزښت خبرې وکړې او د دې بانکوالۍ پراختیا یې د هېواد او خلکو په ګټه یاده کړه. نوموړي زیاته کړه د اسلامي بانکوالۍ د څېړنې مرکز د نظام او بانکونو تر منځ د پُل حیثیت لري او غواړي چې له دې لارې په هېواد کې د اسلامي بانکوالۍ د ودې او پراختیا لپاره کار وکړي.

په دې غونډه کې د افغانستان د بانکونو ټولنې مشرتابه او د سوداګریزو بانکونو استازو په هېواد کې د اسلامي بانکوالۍ د پراختیا په اړه د همکارۍ ژمنه وکړه او په دې اړه یې خپلې ستونزې او وړاندېزونه د غونډې له ګډونوالو سره شریک کړل.

د یادونې وړ ده چې په دې غونډه کې د افغانستان بانک د دویم مرستیال، د افغانستان د علومو اکاډمۍ د اسلامي بانکوالۍ د څېړنې مرکز د مشر سربېره د افغانستان د بانکونو ټولنې او سوداګریزو بانکونو استازو او د افغانستان بانک د یو شمېر آمریتونو کارکوونکو هم ګډون کړی وو.

Latest news

Sat, Jun 29 2024 4:58 PM
Background image

DAB Acting Governor Leaves for Djibouti to attend IFSB

June 29, 2024 – The Acting Governor of Da Afghanistan Bank (DAB), Hedayatullah Badri, and his accompanying delegation left for the Republic of Djibouti to attend the 22nd annual session. . .

Wed, Jun 12 2024 4:17 PM
Background image

DAB Risk Management and Compliance Committee holds a Meeting

June 12, 2024 - The risk management and compliance committee of Da Afghanistan (DAB) held a meeting chaired by the first deputy governor of Da Afghanistan Bank, Mr. Noor Ahmad Agha.

A. . .

Tue, Jun 11 2024 4:02 PM
Background image

DAB Supreme Council Holds Quarterly Meeting

June 11, 2024 – The supreme council of Da Afghanistan Bank (DAB) held a meeting chaired by Mr. Hedayatullah Badri, the acting Governor of Da Afghanistan Bank, and attended by other. . .

BACK TO NEWS