افغانستان ته د ۴۰میلیون ډالرو نغده د بشري مرستې کڅوړه را ورسېده

۱۴۴۴ رجب المرجب ۱۸ مه- افغانستان ته د ۴۰ میلیون ډالرو نغدې بشري مرستې کڅوړه پرون را ورسېده او په کابل کې یو سوداګریز بانک ته و سپارل شوه.
د افغانستان بانک د هر هغه اصولي اقدام چې هېواد ته د اسعارو د راتګ او د ټولنې له اړمنو کسانو سره د مرستې لامل کېږي، ستاینه کوي او دا بانک به د بانکي سکتور د لا پیاوړتیا او ټینګښت په برخه کې خپلې هلې ځلې جاري وساتي.
د افغانستان بانک رهبري هېواد ته د نړیوالې ټولنې د بشري مرستو د هر کلي تر څنګ، هیله لري چې دا مرستې د بانکي سکتور له لارې تر سره شي.