د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه وشوه
![د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه وشوه](/sites/default/files/2020-03/dabwebsite_2.jpg)
د افغانستان بانک عالي شورا چې د تصمیم نیولو تر ټولو لویه مرجع ده، نن ورځ د کب د میاشتې په ۲۶ نېټه یې په روان ۱۳۹۸ مالي کال کې خپله دویمه نوبتي غونډه وکړه.
په یاده غونډه کې د افغانستان بانک د مهمو موضوعاتو او مسایلو ترڅنګ د هېواد د بانکوالۍ نظام د کړنو، د کرونا ویروس او پر ټولنه یې د زیانمنونکو اغېزو او همدا ډول د دې ویروس د وقایې او مخنیوي په اړه هر اړخیزې خبرې اترې وشوې. د غونډې په پیل کې د افغانستان بانک سرپرست او لومړي مرستیال، ښاغلي واحدالله نوشیر د کرونا ویروس د خطرونو او احتیاطي تدابیرو او د دې ویروس د وقایې او مخنیوي په اړه خبرې وکړې، زیاته یې کړه چې د افغانستان بانک د دې ویروس د وقایې په موخه جدی تدابیر نیولي څو بانک ته په دې ویروس د اخته کسانو له ننوتلو څخه مخنیوی وکړای شي او د ضد عفوني کوونکې مایع، ماسک او دستکشو په اخیستلو او په شعبو، دهلیزونو او کارځایونو کې د دواشیندنې په مرسته د بانک کارکوونکي وقایه کړي.
ورپسې ښاغلي نوشیر د افغانستان بانک او بانکي نظام د لاسته راوړنو او ننګونو په اړه خبرې وکړې او د پروګرام مطابق د شعبو راپور او کړنې واوریدل شوې او تمه کیږي چې په دې برخه کې لازمې پریکړې او تصمیمونه ونیول شي.