د افغانستان بانک د ټولو رئیس د بادغیس له نمایندګۍ څخه لیدنه وکړه
۱۴۴۶ د ربیع الاول ۵ مه – د افغانستان بانک د ټولو رئیس ښاغلي نور احمد آغا په بیلابیلو ولایتونو کې د افغانستان بانک د څانګو څخه د لیدنو پر دوام دا ځل د بادغیس نمایندګۍ ته سفر وکړ.
د افغانستان بانک د ټولو رئیس ښاغلي نور احمد آغا د دې لیدنې په ترڅ کې د بادغیس نمایندګۍ له مسئولینو او کارکوونکو سره له نږدې ولیدل او له هغوی څخه یې وغوښتل چې د رښتینولۍ، ایماندارۍ او مسئولیت د اصل په پام کې نیولو سره ګرانو هېوادوالو ته غوره بانکي خدمتونه وړاندې کړي. همداراز، هغه دندو ته پر وخت حاضریدو او په چارو کې د روڼتیا په پام کې نیولو باندې ټینګار وکړ او د کاري مؤثریت د ښه والي او د یو شمیر نورو موضوعاتو په تړاو خبرې وکړې. نوموړي د کارکوونکو د نظرونو او وړاندیزونو د اوریدلو ترڅنګ د هغوی ستونزو ته د رسیدنې او په چارو کې د غوره همغږۍ رامنځته کولو په موخه لازمې لارښوونې وکړې.
د یادونې وړ ده چې د افغانستان بانک د ټولو رئیس له څو ورځو راهیسې د افغانستان بانک د نمایندګیو د چارو د ارزونې، د ستونزو د حل او کارکوونکو ته د لازمو لارښوونو په موخه په ولایتونو کې د مرکزي بانک له نمایندګیو څخه د لیدنې په پار سفر پیل کړی او تر دې مهاله یې په بېلابېلو ولایتونو کې د دې بانک له څانګو څخه لیدنې تر سره کړې دي.