د افغانستان بانک د چارو په اړه معلوماتي غونډه
کابل، د ۱۳۹۸ کال د لیندۍ ۱۲ مه– د افغانستان بانک د سرپرست او لومړي مرستیال ښاغلي واحدالله نوشېر په مشرۍ د افغانستان بانک د بېلابېلو آمریتونو له آمرینو او مرستیالانو سره د افغانستان بانک په اډانه کې د روانو چارو په اړه معلوماتي غونډه جوړه شوه.
په یاده غونډه کې چې د افغانستان بانک دویم مرستیال ښاغلي محمد قسیم رحیمي هم په کې ګډون کړی ؤ، د بانکوالۍ په برخه کې د آسانتیاوو په رامنځته کولو او یو شمېر نورو برخو خبرې وشوې.
د غونډې په ترڅ کې د افغانستان بانک سرپرست او لومړي مرستیال د غونډې د ګډونوالو د خبرو له اورېدو وروسته د افغانستان بانک په اډانه کې د بېلابېلو آمریتونو له لوري د ترسره شویو چارو ستاینه وکړه او د یادو ادارو تر منځ یې د دې بانک د چارو په پرمختګ کې په لازیاتې همغږۍ ټینګار وکړ.
ورپسې د افغانستان بانک دویم مرستیال ښاغلي محمد قسیم رحیمي د سوداګریزو بانکونو له لوري د پورونو د ورکړې په برخه کې د ستونزو د حل پر لارو چارو خبرې وکړې او د دې ستونزو د حل لپاره یې د غوره لارو په رامنځته کولو ټينګار وکړ.
باید وویل شي چې په دې غونډه کې د بېلابېلو آمریتونو آمرینو او مرستیالانو هم برخه لرله او په خپل وار سره یې د دې بانک د چارو په اړه خبرې وکړې.