د افغانستان بانک سرپرست ښاغلي اجمل احمدي د APG سازمان له استازو سره په آنلاین ډول غونډه ترسره کړه
۱۳۹۹ د کب ۱۹ مه – د افغانستان بانک سرپرست ښاغلي اجمل احمدي د ویډیو کنفرانس له لارې د اقیانوس هېوادونو (APG) سازمان له استازو سره د پیسو وینځلو او د ترهګرۍ د تمویل پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د افغانستان بانک پر کړنو بحث او خبرې وکړې.
په دې ویډیویي کنفرانس کې ښاغلي احمدي د افغانستان د مالي معاملو او راپورونو د شننې مرکز له هغو کړنو څخه چې د پیسو وینځلو او د ترهګرۍ د تمویل پر وړاندې د مبارزې، له اړوندو ادارو سره د همغږۍ د عالي کمېسیون د غونډو، د تنفیذي ادارو وړاندیزونو ته د ځواب ویلو او د ورته نړیوالو ادارو غوښتنو ته د ځواب ویلو چې د قانوني او مقرراتي کړنو په برخه کې یې تر سره کړي دي یادونه وکړه او د پیسو وینځلو او د ترهګرۍ د تمویل پر وړاندې د مبارزې په برخه کې يې يادو استازو ته د افغانستان د ژمنتیا ډاډ ورکړ.