د افغانستان بانک ۱۰ میلیونه امریکايي ډالره لیلاموي
![د افغانستان بانک ۱۰ میلیونه امریکايي ډالره لیلاموي](/sites/default/files/2022-02/new11dab_0.jpg)
۱۴۰۰ د سلواغې ۲۵ مه- د افغانستان بانک غواړي چې د ۱۴۰۰ کال د سلواغې میاشتې په ۲۷ نېټه د چهار شنبې په ورځ د داوطلبۍ په اوږدوکې شاوخوا (۱۰) میلیونه امریکايي ډالره د یوې ازادې او رڼې پروسې له لارې وپلوري. د افغانستان بانک له سوداګریزو بانکونو او د صرافۍ او د پولي خدمتونو له شرکتونو څخه چې د شرایطو لرونکي وي، غوښتنه کوي څو په دې داوطلبۍکې ګډون وکړي. د لیلام ګټوونکي اړ دي څو خپل حسابونه د ورځې تر پایه پورې (T) تصفیه کړي.
د اسعارو د لیلام په داوطلبۍ کې د معاملاتو قسمي تسویې ته اجازه نه ورکول کیږي، د لیلام ګټوونکي د خپل ذمت د قیمت پیسې په یو ځل په نغد ډول په ټاکلي موده کې د افغانستان بانک ته سپاري.