د افغانستان بانک ۱۰ میلیونه امریکايي ډالره لیلاموي

۱۴۴۴ ربیع الاول ۵ مه- د افغانستان بانک غواړي چې د ۱۴۴۴ کال د ربیع الاول د میاشتې په ۶ نېټه (۱۴۰۱/۰۷/۱۰) د یک شنبې په ورځ د داوطلبۍ له لارې (۱۰) میلیونه امریکايي ډالره د لیلام په ډول وپلوري. د افغانستان بانک له سوداګریزو بانکونو او د صرافۍ او د پولي خدمتونو له شرکتونو څخه چې په شرایطو برابر وي، غوښتنه کوي، څو په دې داوطلبۍکې ګډون وکړي. د داوطلبۍ ګټوونکي اړ دي څو خپل حسابونه د لیلام د ورځې تر پایه پورې تصفیه کړي.
د اسعارو د لیلام په داوطلبۍ کې د معاملاتو قسمي تسویې ته اجازه نه ورکول کیږي، د داوطلبۍ ګټوونکي د خپل ذمت د قیمت پیسې په یو ځل په نغد ډول په ټاکلي موده کې د افغانستان بانک ته سپاري.