د افغانستان ناخالصه اسعاري زیرمې څه باندې ۹ میلیارده ډالرو ته لوړی شوی

Mpoya
یکشنبه ۱۳۹۹/۳/۱۱ - ۸:۳۹
.

کابل، د ۱۳۹۹ د جوزا لسمه نیټه: د افغانستان ناخالصه اسعاري زیرمې د لومړي ځل لپاره له ۹ میلیارده امریکایي ډالرو واوښتې.څه باندې ۹ میلیاردو ډالرو ته د افغانستان د ناخالصه اسعاري زیرمو رسیدل د افغانستان بانک د بازار عملیات د کمیټې د هڅو او کوښښونو پایله ده چې د مصونې او اغیزناکې پانګې اچونې له لارې د هیواد لپاره د دې لاسته راوړنې تر څنګ یې، د انفلاسیون نرخ او د ملي پیسو ارزښت یې په مطلوبه کچه کې ساتلی دی.

د افغانستان بانک عامل پلاوی د بانک د کارکوونکو دا اغیزناکه او با ارزښته کړنه، د هیواد لپاره مهمه ګڼي او د هغوې د کوښښونو او هڅو ستاینه کوي.

ارزي زیرمې په داسې حال کې د ۹ میلیاردو ډالرو کچې ته رسیږي چې نړیوالې بسپنې د پخوا په پرتله کمې شوي او د کرونا ویروس د خپریدو له وجې په نړیوال مالي بازارونو کې د پانګې اچونې د ټکټانې نرخ نژدې صفر سلنې ته راکښته شوی دی او د افغانستان بانک د کرونا ویروس د خپریدو له وجې د ملي پیسو د ارزښت د ټیکاو په موخه د پخوا په پرتله لا ډیر ډالر لیلاموي.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۳۹۹/۴/۱۵ - ۱۰:۲۰
Background image

دافغانستان بانک 42 میلیونه امریکايي ډالره لیلاموي

کابل، د 1399 کال د چنګاښ 15ـ د افغانستان بانک غواړي چې د 1399 کال د چنګاښ میاشتې په 16 نېټه د دو شنبی په ورځ د داوطلبۍ په ترڅ کې شاوخوا 42 میلیونه امریکايي ډالره د یوې ازادې او رڼې. . .

شنبه ۱۳۹۹/۴/۱۴ - ۱۲:۸
Background image

د افغانستان بانک د لوی ریاست د سرپرست د تسلیت پیغام

انا لله و انا الیه راجعون!

د اقتصادي پراختیا، سوداګرۍ او بې وزلۍ د کمولو په چارو کې د ولسمشر د ځانګړي استازي ارواښاد محمد یوسف غضنفر مړینه ډېره دردوونکې ده. ارواښاد غضنفرد هېواد. . .

چهارشنبه ۱۳۹۹/۴/۱۱ - ۲۱:۱۶
Background image

په د افغانستان بانک کې د فساد د قضیو د څېړنې په بهیر کې د ناسمو نظریاتو او تورونو په اړه توضیحات

د افغانستان بانک مطبوعاتي اعلامیه

نېټه: ١٣٩٩د چنګاښ ۱١

موضوع: په د افغانستان بانک کې د فساد د قضیو د څېړنې په بهیر کې د ناسمو نظریاتو او تورونو په اړه توضیحات

دا مطبوعاتي اعلامیه د د. . .

بېرته خبرونه ته