د افغانیو د دودولو د هڅو پر دوام
کابل، د ۱۳۹۸ کال د کب ۲۳ مه – د افغانستان بانک هڅه کوي چې په سوداګریزو راکړو او ورکړو کې د افغانیو د دودولو لپاره پراخې لارې چارې برابرې کړي.
د افغانستان بانک د همدې هڅو پر دوام دا ځل د کابل ښار په حضوري چمن کې د وز لوبې (بُز کشۍ) لوبه چې د هېواد له بېلابېلو ولایتونو د وز لوبې لوبغاړو (پهلوانانو) په کې ګډون کړی، د دې لوبې د یوې برخې مالي ملاتړ کړی دی.
د یادونې وړ ده چې له ملي تلویزیون څخه د دې لوبې د ژوندي نشر پر مهال له یاد تلویزیون څخه د افغانیو د دودېدلو اعلانونه چې د افغانستان بانک له لوري جوړ شوي دي نشرېږي او د یادې لوبې په لوبغالي کې هم د افغانیو د دودېدلو بنرونه چې په راکړو او ورکړو کې د افغانیو د دودېدلو عکسونه او پیغامونه پرې لیکل شوي د ګډونوالو د پوهاوی لپاره اېښودل شوي دي.
باید وویل شي چې له دې مالي ملاتړ موخه په سوداګریزو راکړو او ورکړو کې د افغانیو دودېدل دي، څو د ټول هېواد په کچه خلک په خپلو راکړو او ورکړو کې له افغانیو ګټه پورته کړي.