د ایکو د سوداګرۍ او پراختیا بانک د مدیره پلاوي ۹۳ مه ناسته تر سره شوه

۱۴۰۰ کب ۱۹مه - د ایکو سوداګرۍ او پراختیا بانک (ETDB) د مدیره پلاوي ۹۳ مه غونډه په آنلاین ډول جوړه شوه. په دې غونډه کې د ایکو د سوداګرۍ او پراختیا بانک رئیس او د غړو هیوادونو مدیره پلاوي ګډون کړی وو.
په دې غونډه کې لومړی د تېرې غونډې طرحې د بورډ د غړو له خوا تصویب او ورپسې د دغه بانک یو غړي ته په ۲۰۲۲ کال کې د پور ورکول تائید شول. همدارنګه له اجنډا سره سم د دې بانکیو شمېر پالېسۍ او مقررات تر ګډ بحث او خبرو اترو وروسته تعدیل او تصویب شول.
د یادولو وړ ده چې دا بانک د سیمهایزې همکارۍ د پراختیا په موخه د ترکیې هیواد په استانبول ښار کې د ایکو سازمان تر چتر لاندې د غړو هیوادونو د اقتصادي ودې د چټکتیا او پراختیا په موخه خلکو ته د پورونو ورکولو او مالي خدمتونو په برخه کې د آسانتیاوو رامنځته کولو لپاره جوړ شوی دی. افغانستان په ۲۰۱۴ زېږديز کال کې د دې بانک غړی شو چې په منظمه توګه د دې بانک په غونډو کې ګډون کوي.
د افغانستان بانک تل هڅه کړې چې له نړیوالو او سیمه ییزو مالي ادارو سره د خپلو اړیکو د ښهوالي لپاره فعاله ونډه واخلي او د لا زیاتو بانکي او مالي آسانتیاوو په رامنځته کولو کې د پام وړ رول ولوبوي.