د بشرپاله مرستو د ۳۲ میلیونه امریکایي ډالرو د کڅوړې را رسېدل

Mpoya
دوشنبه ۱۴۰۱/۲/۱۹ - ۱۲:۲۹
د بشرپاله مرستو د ۳۲ میلیونه امریکایي ډالرو د کڅوړې را رسېدل

۱۴۴۳ شوال ۹ مه - افغانستان ته د بشري مرستو په لړ کې د ۳۲ میلیونه امریکایي ډالرو بله نغده مرسته را ورسېده او د هیواد یو سوداګریز بانک ته وسپارل شوه.

د افغانستان بانک هیواد ته له قانوني او اصولي لارو د اسعارو له راتګ هر کلی کوي او د نړیوالې ټولنې له مرستو د مننې ترڅنګ له دې ټولنې غواړي چې په نورو برخو کې هم له افغانستان سره تعامل او همکاري ولري.

د افغانستان بانک مشرتابه په دې باور دی چې د بانکي سکتور له لارې د بشرپاله مرستو تر سره کول روڼتیا رامنځته کوي او خلکو ته مرستو د رسولو په برخه کې آسانیتاوې رامنځته کوي.

وروستي خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۲۷ - ۱۷:۷
Background image

د افغانستان بانک له مرکز، ځتیځ او جنوب ختیځ زونونو څخه راټول شوي بانکنوټونه وسوځول شول

۱۴۴۶ جمادي الثاني ۱۵مه - د افغانستان بانک د خلکو لپاره په راکړو ورکړو کې د آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه د ۸۴۰،۶۵۰،۰۰۰  (اته سوه څلویښت میلیونه شپږ سوه پنځوس زره) افغانیو په ارزښت له. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۶ - ۱۵:۳۳
Background image

د بلخ ولایت د حیرتان په نائب آباد سیمه کې د افغانستان بانک د غرفې مدیریت پرانیستل شو

د افغانستان بانک د بلخ ولایت د حیرتان بندر په نائب آباد سیمه د غرفې مدیریت رسماً پرانیست. د دې مدیریت د پرانیستلو هدف د بانکي خدمتونو پراختیا، د مالي شمولیت زیاتوالی، سوداګرو او د محلي. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۸ - ۱۰:۴۷
Background image

د افغانستان بانک 16 میلیونه امریکايي ډالره لیلاموي

 1446 جمادي الثاني 6 مه - د افغانستان بانک غواړي چې د 1446 کال د جمادي الثاني د میاشتې په 7 نېټه (1403/09/19) د دو شنبې په ورځ د داوطلبۍ له لارې تر (16) میلیونه امریکايي ډالرو پورې د. . .

بېرته خبرونه ته