د سوداګرو او پانګهوالو لپاره د پورونو په ورکړه کې د آسانتیاوو رامنځته کېدل
کابل، د ۱۳۹۸ د مرغومي ۴ مه - د افغانستان بانک سرپرست او لومړي مرستیال ښاغلي واحدالله نوشېر د (عالي دي افغاني دي) کورنیو تولیداتو په کنفرانس او ملي نندارتون کې ګډون وکړ.
د افغانستان بانک سرپرست او لومړي مرستیال ښاغلي واحدالله نوشېر د یاد کنفرانس او ملي نندارتون له په لاره اچوونکو څخه مننه وکړه او دا یې د کورنیو تولیداتو د پېر او پلور په برخه کې ډېر ګټور یاد کړ.
د افغانستان بانک سرپرست د خپلو خبرو په ترڅ کې سوداګرو او پانګه والو ته د بانکونو له لوري د پورونو په ورکړه کې د آسانتیاو له رامنځته کولو یادونه وکړه او ژمنه یې وکړه چې د خصوصي سکتور د پیاوړتیا لپاره به لازیاتې آسانتیاوې رامنځته کړي.
باید وویل شي چې د افغانستان بانک له لوري سوداګرو او پانګهوالو ته د پورونو په ورکړه کې د آسانتیاوو رامنځته کول د سوداګرو او پانګهوالو له هرکلي سره مخ شو او هیله یې وښوده چې په دې برخه کې به لا زیاتې آسانتیاوې رامنځته شي، څو پرمټ یې په هېواد کې سوداګري وده وکړي او پانګهوال وکولای شي چې په ډاډه زړه په کور دننه پانګېاچونې وکړي.