د سوداګریزو بانکونو له استازو سره د افغانستان بانک د سرپرست غونډه

Mpoya
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۴/۲۲ - ۱۳:۴۱
د سوداګریزو بانکونو له استازو سره د افغانستان بانک د سرپرست غونډه

۱۴۰۰ کال د چنګاښ ۲۱ مه – د افغانستان بانک د سرپرست ښاغلي اجمل احمدي پر مشرۍ د سوداګریزو بانکونو له استازو سره غونډه جوړه شوه.  په دې غونډه کې د بانکي خدمتونو او آسانتیاوو پر رامنځته کولو، د کوچنۍ او منځنۍ کچې تشبثونو لپاره د پور پر ورکړې، د پورنو د ورکړې پر څرنګوالي او یو شمېر نورو بانکې موضوعګانو خبرې وشوې او د نظرونو تبادله تر سره شوه.

په یاده غونډه کې د افغانستان بانک سرپرست ښاغلي اجمل احمد سوداګریزو بانکونو له استازو و غوښتل چې د قانون او مقرراتو په رڼا کې دې د بانکي خدمتونو، پور ورکولو او نورو بانکي برخو کې اړینې آسانیتاوې رامنځته کړي، ترڅو له دې لارې د هېواد په اقتصادي رغښت کې خپل مثبت رول ادا کړي.

ښاغلي احمدي زیاته کړه چې د افغانستان بانک د هېواد د مالي او بانکوالۍ سکتور پرمختګ ته ژمن دی او د قانون او مقرراتو په رڼا کې له سوداګریزو بانکونو سره هر ډول مرستې ته چمتو دی.

په دې غونډه کې د سوداګریزو بانکونو استازو هم د غوره خدمتونو د وړاندې کولو ډاډ ورکړ او ژمنه یې وکړه چې د قانون په رڼا کې له درنو هېوادوالو سره د هر ډول مرستې لپاره چمتو دي.

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۶/۲۴ - ۱۵:۴۱
Background image

د پخواني حکومت له چارواکو تر لاسه شوې نغدې پیسې د افغانستان بانک ته وسپارل شوې

۱۴۰۰ د وږي ۲۴ مه – د افغانستان د پخواني حکومت د لومړي مرستیال ښاغلي امرالله صالح او یو شمېر نورو چارواکو  له ځایونو یوه اندازه نغدې پیسې تر لاسه شوې وې چې د ا.ا.ا د مسئولینو له لوري، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۶/۲۴ - ۱۵:۱۸
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا

د افغانستان بانک د قانون د دري دېرشمې مادې سره سم د افغانستان دودیزه پیسې او پولي واحد افغانۍ دي. له همدې امله د ټولو افغانانو، دولتي او خصوصي ادارو او مؤسسو څخه غوښتل کېږي څو په قرار. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۶/۲۳ - ۱۴:۱۵
Background image

د افغانستان بانک د سرپرست رئیس ښاغلي الحاج عبدالقاهر پیغام

بسمه تعالی

د افغانستان بانک د سرپرست رئیس ښاغلي الحاج عبدالقاهر پیغام

الحمدلله و الصلاة والسلام علی رسول الله

اما بعد!

درنو هېوادوالو

د افغانستان بانک ټولو درنو هېوادوالو ته ډاډ. . .

بېرته خبرونه ته