د غیر بانکي مالي مؤسسو د څارنېآمریت د جواز ورکونې مدیریت دفتر د لېږد په اړه د افغانستان بانک خبرتیا!

Mpoya
دوشنبه ۱۴۰۰/۲/۶ - ۱۵:۱۸
د غیر بانکي مالي مؤسسو د څارنېآمریت د جواز ورکونې مدیریت دفتر د لېږد په اړه د افغانستان بانک خبرتیا!

ټولو صرافانو او د پولي خدمتونو وړاندې کوونکو ته خبر ورکول کېږي چې د افغانستان بانک صرافانو او د پولي خدمتونو د وړاندې کوونکو لپاره د لا زیاتو آسانتیاوو په پار د غیر بانکي مالي مؤسسو د څارنېآمریت د جواز ورکونې مدیریتد افغانستان بانک له مرکزي دفتر څخه په میوند جاده کې د پښتني بانک ودانۍ ته لېږدولی دی.

له دې وروسته صرافان او د پولي خدمتونو وړاندې کوونکي کولای شي د خپلو جوازونو د اسنادو د طی مراحل لپاره یاد دفتر ته مراجعه وکړي.

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۳ - ۱۷:۲۵
Background image

د افغانستان بانک په نوښت د ملي او نړیوالو ادارو په ګډون د وړو تمویلونو ملي کنفرانس جوړ شو

۱۴۴۶ د جمادی الاول ۱۱ مه – د افغانستان بانک په نوښت د ملي او نړیوالو ادارو د استازو، د بهرنیو هېوادونو سفیرانو او د ډله ایزو رسنیو د استازو په ګډون په کابل سرینا هوټل کې د وړو تمویلونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۷ - ۸:۲۵
Background image

د ایوفي او اسلامي پراختیایي بانک په کلنۍ غونده کې د افغانستان بانک د رئیس ګډون

د افغانستان بانک د رئیس ښاغلي نور احمد آغا په مشرۍ یو پلاوي د اسلامي مالي مؤسساتو لپاره د محاسبې او تفتیش د ادارې (ایوفي) او د اسلامي پراختیایي بانک په نولسمه غونډه کې چې په بحرین هېواد. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۸ - ۱۶:۲۸
Background image

د افغانستان بانک مشرتابه پلاوي د یونما له مشرې سره ولیدل

۱۴۴۶ ربیع الثاني ۲۶ مه – د افغانستان بانک د ټولو رئیس ښاغلي نور احمد آغا د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي له ځانګړې استازې آغلې روزا اوتونبایوا او مل پلاوي سره وکتل.

په دې غونډه کې د. . .

بېرته خبرونه ته